نظــر

مارشال فهیم مړ ، که چا وژلی دی؟

بسم الله الرحمن الرحیم

 تر ټولو لمړی د فهیم د مارشال کیدو په هکله به یو څه ولیکم  ، ټولو هیوادوالو ، او په ځانګړی دول شمالی ټلوالی ته دا په ډاګه وه او عملی یی لیدله چه که الله ج یی خولی په غوړو کی نه وی ټومبلی یعنی د لویدیز پلانونه ددوی د بیا رامنځته کولو سره موازی نه وی د دوی هډوکی به د سپو په خیټو کی اوس هضم شوی وی دوی او د دوی ټول نور جنګی مجرمین خو طالبانو د پنجشیر ولسوالی ته  لکه ( پیران چه څوک بوتل کی راټول کړی ) راټول کړی وو غوښتل یی چه ژوندی یی ونیسی او ټولی محاسبی ورسره سپینی کړی او بیا یی محاکمه کړی له بده مرغه  الله ج یی شاهین مرغه  په سر کینولو او تښتیدلی او ناکام غله او مفسدین او غلامان د کابل چارواکی شول ، یعنی امریکایانو ورله اسلامی امارت ونړاوه نو قسیم فهیم د څه خبری مارشال شو ؟

د قسیم مارشالی هما غه قیصی ته ورته ده چه ښامار بل کوم پهلوان وژلی وو او کردیدت یی کوم چاپلوس وزیر خپل کړی وو ( قیصه یی ډیرو ته معلومه ده ) امریکایانو له نیست څخه شته کړل  ، ولی قسیم او د قسیم ملګری له خپل وحدانه هم شرم نه لری قسیم ته مارشال او ځانونو ته د کابل فاتحین وایی ؟ داسی مثال لری لکه جولا یا نداف ته چه څوک انجینیر یا د داکتر خطاب کوی زما هدف دا نه دی چه د جولا سپکاوی کوم ولی د داکتری یا د انجنیری مسلکی خو نه دی نو چه څوک ورته ډاکتر وایی دا دهغه جولا سپکاوی اوتوهین دی .  زه نه پوهیږم چه دوی په خپل توهین او سپکوالی هم نه پوهیږی او ځان په خپله توهینوی ، په هر صورت مارشال فهیم مړ شو او که چا وواژه ؟.

په همهغه ډول چه زمونږ ګران هیواد  د استعمارګرو او اشغلګرو هدیره ده  ،د   ګلخانی ماڼی هم  د غلامانو چارواکو د پاره  د مړینی حرام سرای ټاکل شوی دی ، له سردار داود نیولی تر ترکی ، امین ، نجیب  او ربانی پوری  پکی د خپلو اعمالو په سزا ورسیدل ، نادرشاه هم پکی د خپل ظلم حساب ورکړو او ظاهر شاه هم  لکه فراری مجرم ورله الله ج بیا راوستلو چه هلته مړ شی یواځی امان الله خان تری په تیښته بریالی شو که نه د هغه به هم دغه حال وو ، خلک وایی  چه د تاج او تخت ترلاسه کولو دپاره یی په خپل پلار کودتا کړی وه ، د پنجشیریانو قهرمان هم د ګل خانی ماڼی  په ارمان  د همدی قسیم فهیم او سیاف پواسطه د لویدیز بادارانو په دستور له راتګ د مخه د خپلو اعمالو په سزا ورسیدلو .

کله چه می د قسیم فهیم د مرګ واوریدل سمدلاسه می فکر کی وګرځیدله چه دی به هم د ترکی په شان چا  په بالښت وژلی او لا به د امین په شان چا په زهرو پړسولی وی ، دا چه باوری نه ووم پوره لیکنه می پری ونه لیکله  ولی فیس بوک کی می  می پری اټکل وکړو او دهمدی عنوان لاندی چه  ( فهیم مړ او که چا وژلی دی ؟) پری لیکنی ولیکلی . ما ویل څوک به راته وایی  چه تاسی په کومو اسنادو دا خبره کوی ؟ .

ولی په دجالی پیړیو کی د سیاسی چارواکو دا ډول ناڅاپی وژنو ډیره عادی بڼه غوره کړی ، دا ډول پیښی اوس لکه استعماری سټایل دی زمونږ د هیواد په شان   د نړی په ډيرو نوروهیوادونو کی هم رامنځته شوی او رامنځته کیږی د مارشال قسیم فهیم د ناڅاپی وژنی دپاره لاندنی امکانات شته چه چا به وژلی وی :

 لمړی : ډیر وایی چه مسعود فهیم اوسیاف د امریکا په دستور وژلی وو :چه سیاف له باندی د هغه کمرو والاوو سره او فهیم له دننه  ( چه د مسعود ډیر باوری ملاتړ وو ) په هماغه ځآی کی چه دوی باید مرکه لرلی ورته بمونه خخ خخ شوی وو تر څو د مسعود مرګ احتمالی نه حتمی بڼه غوره کړی د زخمی توب په صورت کی بیا  ټول پلانونه خنثی کیدل . او د مسعود وژنه د لویدیز له خوا د څو بیلونو ډالرو په بیه ترسره شوه  ، دا کار ولی وشو؟ دا ځکه چه احمدشاه پشتون ریس جمهور او یا له ځانه غیره بل کس نه خوښولو . ورونو ته یی یی د غچ اخستنی څخه په صرفنظر کولو ورته هم ډالر او هم مقامونه هدیه د معلوماتو له مخی  د مسعود زامنو سره د غچ اخستنی ارمان پاته وو چه دوی  به د خپل پلار غچ ضرور اخلی نو شاید دا غچ یی اوس اخستی وی

دوهم :  د خپل منځی مادی رقابتونو له وجی د فهیم  وژنه رامڼځته شوی وی: لکه امین چه خپل وفادار استاذ ترکی  وواژه د قدرت په لاسته راوړنه کی ځینی خپل پلرونه  او ځینی  بیا خپل خواږه استاذان وژنی  .  

دریم : دغو جنګ سالارانو ډیرخلک وژلی ،  بی عزته او لوټ کړی وو: کیدی شی د هغه مظلومو له ډلی څخه د چا لاس ورباندی برابر شوی وی.

څلورم : د کرزی له خوا کیدی شی  فهیم وژل شوی وی : خبر شوم چه د ربانی د حکومت وخت کی فهیم د استخباراتی چارو ریس او که وزیر وو کرزی  یی ( چه هغه وخت کی یی څه دنده درلودله خبر نه یم )  د جاسوس په تور بندی کړی وو زړه یی وو چه مړ یی کړی مګر د کوم توپ یا کومی چاودنی په وخت کی چه په هغه زندان او یا هغه زندان ته نزدی ولګیدله  کرزی له هغه زندانه وتښتید ، کله چه امریکایانو دوی سره راغونډ او چارواکی کړل ،  فهیم ورسره د هغه ویری د رفع کولو په خاطر ورسره په اولنو ټاکنو کی ډیره مرسته وکړه  ولی کرزی برخلاف د امریکایانو په دستور د مسعود ورور خپل اولنی معاون وټاکه دی کار  فهیم بیا له کرزی سره په دشمنی کی واچولو ولی خارجی استخباراتو د اکشف کړه د کرزی د وژنی د مخنیو د پاره یی د کرزی پخوانی ساټونکی چه ډير یی د فهیم باوری کسان وو لیری او په ځای یی راسا امریکایی ساتونکی مقرر کړل نو په دی واسطه یی د کرزی له وژنی مخنیوی وشو ولی سره ددی یو ځل په ارګ کی کرزی نزدی وو چه وژل شوی وی وایی چه په هغه کی هم د فهیم لاس وو مګر دا خبره ډیره وروسته په ډآګه شوه ، تر دی چه کرزی له خبلی ویری او یا د امریکایانو په دستور په دوهم ځل د ځان لمړی معاون وټاکلو او دهغه له شره یی ځان وژغورلو ،  مګر کرزی کله ورته زړه سپینیدلو  کیدی شی چه کرزی هم خپل غچ اخستی وی او داچه کرزی ځلمی رسول ریس جمهور کوی نو کرزی باید ورسره لکه د غیر رسمی معاون په شان کاروکړی او دی کار ته فهیم شاید پریښی نه وی ،

پنځم : دا هم کیدی شی چه د فهیم وژنه د اشعلګرو له خوا تر سره شوی وی: اشغلګرو ته زمونږ د ګران هیواد ټولنیز جوړښت او په ځانګړی دول دغه د ګوتو په شمار مهری هره یوه معلومه ده دومره پری مونږ نه پوهیږو لکه څومره چه د اشغلګرو استخباراتی شبکو ته معلومات دی دا ورته معلومه ده چه څوک به د افغانستان راتلونکی ریس جمهور جوړوی فکر کوم چه ځلمی رسول او یا اشرف غنی  په نظر کی  دی چه زلمی رسول د کرزی د پاره هم د منلو وړ شخص دی چه کرزی به ورسره لکه د پوتین په شان د پردی شا ته کارکوی شاید فهیم به ورسره دا نه منله ، مسعود هم په دی قربانی شو او اوس چه بیا د قدرت انتقال دی لویدیز پوهیږی چه چاته قدرت ورسپاری مګر هغه راتلونکی ریس جمهور د پاره به فهیم د سترګو اعزی وو نو له ټاکنو مخکی یی ورله چاره وکړه ، شپږم : دا هم امکان لری چه د فهیم وژنه به دنورو د پاره د عبرت درس هم وو چه که څوک زمونږ خبره نه اوری د فهیم د برخه لیک سره به یی مخامخ کړو

شپږم : د بی هیلی توب له امله :چه  د دوی دخدایانو په وتلو به د دوی د ځانونو او مالونو ساتنه به ورله څوک کوی د زړه یا مغزو سکته یی کړی وی .

اووم : کیدی شی له خپلی هغه ناروغی له امله چه تل یی درلودله مړ وی :

په یوه لیکنه کی می  چه په ټول افغان پاڼه کی نشر ته سپارل شوی وه ، لوستل چه امریکایان ورسره تردی مخالف وو چه دمعالجی د پاره یی د امریکا ویزه نه ورکوله نو د تداوی د پاره  زیاتره جرمنی ته تللو او راتللو  ، چه جرمنی کی پری هم دمرګ هڅه شوی وه ،  دا خبره خپره شوه چه فهیم په جرمنی کی مړ دی ، دا  هسی نه خپریږی هرڅه چه خپریږی څه شوی وی بیا د لوبی جوړونکی ورله د خپله ګټو مطابق رنګ او روغن ورکړی او که په ګټه یی نه وی پټی یی پریږدی.

په هر صورت ، د مارشال قسیم فهیم مړه کیدل او یا د څه د خاطره د چا په واسطه وژل کیدل ، په دی حساسو شیبو کی چه د ټاکنو بهیر او کمپاین روان دی یوه میاشت ټاکنو ته پاتی ده ، او له بلی خوا د دی کال تراخره اشغلګرو د ضرب الاجل وخت پوره کیدونکی دی ، اشغلګر د خپلو ماتو د پټولو د پاره په کوم ډول د ډولونو خپل تنازل ته هم قانع شوی غواړی چه په خپلو فیصلو او پلانونو کی بدلون رامنځته او د اوړو پوزه د ځان د پاره کیږدی ، دوی نه شی کولی چه له وتلو وروسته داسی افغانستان پریږدی چه سپی پکی غاپی او خلک پکی نه وی ، ددی پلانونو د بدلون د پاره  لکه د مسعود په شان د ځینو کم عقلانو او جاهلانو د لیری کولو اړه ده ، دوی له ټولو مهرو سره وخت ناوخت خبری کړی دی هغه چه دوی پوهیږی چه د دوی د نوو پلانونو او تدابیرو سره به سازش او جوړښت وکړی شی هغوی به په خپل حال پریږدی مګر هغه مهری چه د وچی لاپی وهی مرګ د سردردی او یا د سترګو اغری کیدی شی ،بی له دی چه هغوی پوه کړی د هغو د لیری کولو هڅه به ضرور کوی ، کیدی شی په اسلامی امارت باندی خپل ځینی مهری ومنی له هغه وروسته به خپلو اوښانو کی پړی اچوی .

ومن الله التوفیق

( الحاج استاذ بیانزی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x