
تخار: د وسلو د غلا په تور څلور پوليس نيول شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۶): د تخار چارواکي وايي، چې د کلفګان ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ د وسلو له ډيپو څخه د غلا په تور يې څلور پوليس نيولي دي.
د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير رسنيو ته ويلي، چې د يادې ولسوالۍ له امنيې قومندانۍ څخه درې ميله کلاشينکوفونه، يو ميل راکټ او يوه پيکا غلا شوي دي.
نوموړی زياتوي، چې يادې پېښې سره د تړاو لرلو په تور د امنيې قومندانۍ د بلوک قوماندان او هغه درې پوليس چې د وسلو د غلا کېدلو په شپه يې د پهره دارۍ نوبت و نيول شوي دي.
د کلفګان ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالستار وايي، چې د يادو وسلو سربيره د امنيې قومندانۍ له ډيپو څخه په زياته اندازه نور مهمات هم غلا شوي دي.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي، چې د افغان پوځ په ليکو کې پوليسو وسلې غلاکړي او وروسته يې بيا په وسله والو طالبانو پلورلي دي.