افغانستان

د تورخم دروازه دوهمه ورځ هم تړلې ده / انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۶): تېره ورځ جمعه د تورخم دروازې ته څېرمه د پاکستان په اړخ کې د لاسي بمونو په واسطه دوه چاودنې وشوې چې له امله یې د پاکستاني پوځیانو په شمول ۶ تنه ټپيان شول.

د چاودنو وروسته پاکستاني ځواکونو سیمه کلابنده کړه، د پيښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې او د تورخم لاره یې د مسافرو پر مخ وتړله، خو داسي ګمان کېده چې د لومړیو پلټنو او امنیتي تدابیرو نیولو وروسته به دغه لاره پرانیستل شي، خو نن دوهمه ورځ ده چې لاره د مسافرو پر مخ تړل شوې او د دروازې دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر چې ډیری په کښي ناروغان هم دي، بند پاتې دي.

یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې د پاکستان په اړه کې د اوه افغانانو جنازې هم را رسیدلي تر څو افغانستان ته داخل شي، خو د تورخم پر دروازه اجازه نه ورکول کیږي.

یوه بل عیني شاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تورخم پر لارې افغانستان ته تلونکې جنازه وروسته تر هغه چې پرېنښودل شول، بیرته په پاکستان کې خاورو ته وسپارل شوه.

بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې د تیرې ورځې په چاودنو کې اوه افغان مسافر هم ټپيان شوي وه چې د تورخم په روغتیايي مرکز کې تداوي شول.

نوموړي وویل چې په خپل اړخ کې یې د مسافرو پوښتنه کړې او هغوی ته یې د شپې تېرولو او خوراک رسولو چاره هم تر سره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x