
د کندهار ډله ییز برید پای ته ورسېد
نن ټکی آسیا: د کندهار امنیتي چارواکي او د پېښي عیني شاهدان وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې د ملي امنیت د تحقیق څانګې پر ودانۍ پیل شوی برید له څه باندې یو ساعته مقاومت وروسته پای ته رسېدلی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني خبریالانو ته وویل، چې دا برید د دریو تنو برید کوونکو په له منځه وړلو سره پای ته ورسېد؛ د خپلو تلفاتو په اړه یې له څه ویلو ډډه کړې؛ خو د میرویس روغتون چارواکو په لومړیو کې ویلي ول، چې دوی ته له بریده یو پولیس او یوه پولیسه په ټپي حالت کې ور وړل شوي.
طالبانو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او زیاتوي چې دا برید د خالد بن ولید د کلنیو عملیاتو په ترڅ کې د دوی د دریو تنو سرتېرو له لورې ترسره شوی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي همداراز زیاتوي، چې دوی ته په لاس ورغلي لومړني مالومات ښيي،چې په برید کې د یوه لوړ رتبه افسر په شمول ۲۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور امنیتي او استخباراتي منسوبین ژوبل دي.
نوموړي په خپله لومړنۍ خبرپاڼه کې د خپلو سرتېرو هویت او د پېښي وروستي جزییات نه دي ورکړي او لیکلی يې دي، چې وروسته به یې له رسنیو سره شریک کړي.