نظــر

د حقیقت مجلې لومړۍ ګڼې ته ځغلنده کتنه

څو ورځې وړاندې راته د یو ګران دوست له خوا یوه مجلۍ ډالۍ شوه. دا مجله حقیقت نومېږي او د لومړۍ پښتۍ پر ټنده یې (سال اول، شماره اول، ربیع الاول – ربیع الثانی ۱۴۳۵ق، جدی-دلو ۱۳۹۲هـ،ش) لیکل شوي. چې له ورایه دا ټکی په ډاګه کوي چې د مجلې چلوونکو تازه دمه د مجلې په خپراوي پيل کړی او خپل مطبوعاتي خدمت ته یې ليڅې را بډوهلې.

حقیقت مجله چې امتیاز یې د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو د کمیسیون دی. په دې وروستیو کې په ډېر ښکلي ډېزاین ، زړه وړونکي صحافت او علمي او معیاري مطالبو سره د لوستونکو لپاره وړاندې شوې ده.
د مجلې پر لومړۍ پښتۍ په ښایسته ډېزاین په نستعلیق لیک د مجلې نوم کښل شوی او د دري ژبي په اوسنيو معیاري لیکبڼو (فونټونو) یې ځينې بارز عنوانونه راوړل شوي. تر عنوانونو لاندي د افغانستان د غرونو یا په ساده ژبه د افغانستان د تر ټولو لوړې څوکي (نوښاخ) په واورو پوښلی انځور راوړل شوی او په وروستۍ پښتۍ یې بیا د مجلې تر انګلیسي نوم او ځانګړنو لاندې د هرات د جامع مسجد یو زړه وړونکی انځور او د همدې پښتۍ په پای کې د مجلې د لوستونکیو لپاره یوه یادونه راوړل شوې.
که څه هم د مجلې په دوهم مخ کې د مجلې اړوند ټول معلومات او ځانګړنې ورکول شوي دي او پاس پرې په روښانه ټکیو لیکل شوي، چې حقیقت یوه علمي، فرهنګي او جهادي خپرونه ده . همدارنګه د مجلې د لومړۍ ګڼې له مطالبو څخه هم داسې اخذ کېدای شي، چې په ټولیزه توګه او د مجلې ډېری مطالب پر فکري، اسلامي، سیاسي، جهادي او علمي چورلېځ را څرخي.
د مجلې له لیدلو او لوستلو وروسته را ته جوته شوه، چې د حقیقت مجلې ډېری مطالب په دري ژبه کښل شوي ، بلکي یوازې دوې پښتو لیکنې، یو شعر  او څو د ګوتو په شمېر واړه- واړه نثرونه په پښتو دي، نور کابو ۹۸ سلنه مضمونونه، سرمقاله او مطالب په دري ژبه دي.
که واقعیت سره وایو طالبانو یا په رسمي اصطلاح د افغانستان اسلامي امارت تر سیوري لاندې د یوې داسې مجلې چې تر ډېره بریده د دري ژبو وروڼوعلمي تنده ماته کړې او د دوی د نشراتي پالیسۍ په رڼا کې د دوی له مطبوعاتو، نظریاتو ، ستراتیژيو، لاسته راوړنو ، تاریخ  او راتلونکو پروګرامونو څخه دري ژبي هېوادوال او نور فارسي ژبي وګړي خبر او پوښتنو ته یې ځواب وویلای شي، ډېره اړتیا لیدل کېدله ، چې له ښه مرغه دا دی ، د دوی د مشرتابه او د فرهنګي کمیسیون د چارواکو پام ورته اوښتی دی.
په واقعیت کې، دوی د همدې (حقیقت) مجلې په خپراوي سره د ځينو نشنلیسټو او سیکولرو کړیو هغو پوچو ادعاګانو ته هم غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، چې طالب مجاهدین یې د هېواد په یوې ژبې یا یوې سيمې پورې تړلي ګڼل، بلکي د دې مجلې په خپرولو سره یې د ډېرو خلکو په ذهنونو کې د دوی د لوړ مرام او سپېڅلې مبارزې په اړه ټول محدود او کوتاه فکرونه خام او خپله ژمنتیا یې په اثبات ورسول.
 زه چې له کلونو – کلونو راهیسې د هېواد په رسمي او ملي ژبو د خپرېدونکو کورنیو  مجلو او مطبوعاتو یو بې کچې زیات مینه وال یم او اوس هم د ډول – ډول  مجلو بیلابېلي ګڼې او کلیکسینونه له ځان سره ساتم او له لوستلو یې خوند اخلم، په لومړي ځل د حقیقت مجلې په ترلاسه کولو او بیا یې د هر اړخیزو مطالبو او موادو په لوستلو نهایت زیات خوښ شوی یم.
دلته لازمه ګڼم، چې د حقیقت درنې مجلې چلوونکو او مسؤلینو ته د زړه له تله مبارکي ووایم او د لا ځلا او ښکلا لپاره یې الله تعالی ته لاسونه لپه کوم او دعا کوم چې یاده مجله د هېوادوالو د فکري تنویر ، دیني استقامت ،قلمي، ادبي،تحریري او بالقوه شجاعت او معلوماتي پانګې د زیاتېدا  وسېله وګرځوي.
په پای کې یو ځل بیا اړینه ګڼم، چې د مجلې د چلوونکو او همکارانو پام د مجلې د مطالبو د هر اړخیزې تنوع ترڅنګ د مجلې د عالي سکښت او نوښتیز او پرمختللي ډیزاین خوا ته را واړوم. څو دا مجله هم د اسلامي امارت د نورو او باسابقه مطبوعاتو په شان د هېواد د مطبوعاتو او رسنیو په تاریخ کې ځانته ځانګړی مقام او اهمیت خپل کاندي.

په درنښت
عدنان لرغون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x