fbpx

ځانګړي ځواکونه که ځانګړي اربکیان

احمد مجاهد

د افغانستان په روانه جګړه کې ۲۰۱۰ میلادي کال د امریکایانو لپاره تر ټولو خونړی کال و. په دې کال چې تر سل زره زیاتو بهرنیو عسکرو د افغانستان په بیلابیلو برخو خونړي عملیات پیل کړي وو د امریکایي سلګونه عسکر په کې ووژل شول او زرګونه نور ټپیان او معیوبین شول.

امریکایان چې کله په دې پوه شول چې د خپلو عسکرو په توسط افغانانو ته شکست نه شي ورکولای او نه هم تردې زیات د خپل نازولیو پوځیانو د وینو بهیدل زغملی شي. نو یې اراده وکړه چې کټ مټ د امریکایي عسکرو په څیر یو داسې ځواک وروزي چې په خټه او نسب افغان خو د کردار، عمل، فکر او کرکټر له اړخه له امریکایانو هم امریکایيتر وي.

جنرال ډیویډ پیټرایوس چې په افغانستان کې د اربکیزم د فتنې مؤسس بلل کیږي. د افغان اولس د ځپلو لپاره یې که یو خوا د عامو اربکیانو او محلي پولیسو د استخدام پروژه پیل کړه او په دې برخه کې یې ډيره سرمایه ګذاري وکړه. بل اړخ ته یې هغه ټوپکیان چې امریکایانو ته یې ډیره وفاداري درلوده لکه جاسوسان، ترجمانان، له غربه راغلي د سګشویانو زامن،د کمونیستانو دوهم نسل،د ټلوالې کرایي ټوپکیان او داسې نور مافیایي قاتلان یې راغونډ کړل تر څو د ځانګړیو ځواکونو( سپیشل فورس یا کمانډو) په نوم یو بل وحشیانه ځواک ترې جوړ کړي او د افغانستان د اشغال په لاره کې د خرګاډۍ د مرکب کار ترې واخلي.

په دې ډول د ځانګړیو ځواکونو د روزنې سلسلې اوه کاله وړاندې په ډیره مخفي ډول پيل شوه.څرنګه چې ددې ځواکونو روزل له پیله د غربیانو یوه استخباراتي پروژه وه نو د روزنې او استخدام مشخصات یې هم تر ډیره وخته په داسې ډول پټ وساتل شول چې تراوسه یې د شاملینو د جلب او جذب، روزنې، قومندې او استخدام په اړه ډیر معلومات رسنیو ته نه دي راوتلي.

د ځانګړیو ځواکونو په اړه لومړني معلومات په ۲۰۱۱ میلادي کال کې اي پي خبري اژانس ډاګیز کړل. دې اژانس په خپل راپور کې ولیکل (نړیوال ایتلافي ځواکونو د افغانستان د خاصو ځواکونو یا سپیشل فورس په روزنه پیل کړی څو له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، د امنیتي قواوو کمبود پوره کړي)

څرنګه چې د کلیو اربکیانو په اطرافي سیمو کې د امریکایانو له وتلو وروسته د هغوی د ځایناستو په حیث د نظامي بیسونو او پوستو مسؤلیت په غاړه اخیست دغه د سپیشل فورس په نوم سپیشل اربکیان ددې لپاره روزل کیدل چې د شپنیو عملیاتو، بمبارونو، هدفي قتلونو او نورو وژنو په برخه کې له امریکایانو څخه مسؤلیت په غاړه واخلي. د دې لپاره اړتیا وه چې یاد ځواک ته په ډیر مهارت کسان انتخاب شي. ځکه نو دوی عام د اردو او پولیسو عسکر ددې ځواک لپاره انتخاب نه کړل، بلکې د شاملینو کورني سوابق، ګوندي او سیاسي تړاوونه، عقیدوي او فکري لیدلوری، له دین سره دښمني او له یرغلګرو سره اخلاص هغه اساسي شاخصونه وو چې له مخې یې یو داوطلب دې ځواکونه ته داخلیدلای شوای.

په دې ډول ځانګړي ځواکونه د هغو افغان ټوپکیانو له مجموعې څخه جوړشول چې په نسب او نژاد افغانان مګر په فکر، عقیده، کردار او معنوي تمایل په بشپړه توګه امریکایان او د اسلام او اولس سرسخته دښمنان دي.

په تیرو څو کلونو کې چې په افغانستان کې د ځانګړیو عملیاتو په نام کوم بشري جنایات، قتلونه، د بې ګناه وګړو نیول، وژل او ځورول ترسره شوي دي او یا هم په نیمو شپو د افغان بې دفاع وګړو په کورونو حملې شوې، د هغوی تورسرې او ماشومان په نیمو شپو چغول شوي او د سر او مال زیانونه ور رسیدلي، د ډیری داسې جنایاتو عاملین همدا بې رحمه او ډبرزړي ځانګړي ځواکونه دي چې په امریکایي یونیفارم، امریکایي څرخکه، امریکایي ټوپک او د امریکایي جنرالانو په قومنده او هدایت په خپل اولس بریدونه ترسره کوي او فاجعې زیږوي.

د افغانستان په روانه جګړه کې ځانګړي ځواکونه کټ مټ داسې رول لري لکه یوه پیړۍ وړاندې چې انګریزي استعمارګرو د مغلوبو اولسونو له اجیرانو څخه محلي پوځي تشکیلات جوړ کړي وو او بیا به یې د خپلو اهدافو لپاره جنګول. ځانګړي ځواکونه هم د امریکایانو په ستراتیژۍ کې همدومره اهمیت لري. ځکه له دوی له امریکایانو څخه د جګړې بار سپک کړی، عینا د هغوی اهداف تعقیبوي. نو ځکه امریکایان ورته ډیره توجه لري او د اکمال، روزنې او پالنې لپاره یې کټ مټ داسې کوښښ کوي لکه د خپلو پوځیانو لپاره. د دې خبره یوه ښکاره دلیل دا دی چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د اردو او پولیسو سلګونه عسکر له طالبانو سره بندیان دي مګر امریکایان یې د خلاصون لپاره ادنی کوښښ هم نه کوي. اما څه موده وړاندې چې په فاریاب کې د ځانګړیو ځواکونو څو کسان طالبانو ونیول امریکایانو یې د خلاصون لپاره خورا ډیر کوښښونه وکړل.

په هر حال، هغوی چې د افغانستان جګړه د حق او باطل تر منځ معرکه بولي او په فرض شوي جهاد اعتقاد لري. باید په دې پوه شي چې په دې جګړه کې د اشغالګرو امریکایانو نه راوروسته دوهم نمبر مهم او سخت زړی دښمن همدا ځانګړي ځواکونه دي چې د افغان اولس د جهادي اهدافو په وړاندې خنډ دي.

څرنګه چې دوی په دې جګړه کې ځانګړی رول لري، امریکایان هم ورته ځانګړي ځواکونه یا سپیشل فورس وایي نو مجاهدین یې هم باید د ځپلو کار ته سپیشل توجه وکړي.په دوی باید سپیشل بریدونه ترسره شي او د سپیشل اهدافو په لست کې ځای ورکړل شي.

دغه راز د دوی جنایاتو، وحشتي کړنو او ولس ته یې د پردیتوب او قساوت د ورپیژندلو کار ته هم باید توجه وشي. ځکه دوی په اوس عصر کې د اولس تر ټولو بدمخي غداران دي چې د امریکا تر قومنده لاندې د امریکایي پوځ په یوینفارم کې په افغان حریم بریدونه کوي او په امریکایي ټوپک د افغان اولس سپیڅلې وینې تویوي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د