fbpx

رسنۍ او موجوده وضعیت یې

مولوي شعیب احمد

رسنۍ یعني هغه د ابلاغ او اعلام وسیلې چې د خلکو د پوهولو، د هغوی د ذهن او فکر جوړولو او د حوادثو په اړه د اطلاع لپاره کارول کیږي او یا هم د مخالف جهت د تبلیغات سپیناوی او ځواب ورباندې ویل کیږي.

رسنۍ یا اعلامي مبارزه په اسلامي ټولنه کې هم ډیر پخوانی تاریخ لري. دغزوه أحزاب نه وروسته کوم وخت چې مشرکینو ماته وخوړه، نوحضرت نبی کریم صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه ووته وفرمایل : چې نورمشرکین مات شول پرمدینه منوره ددوي دتورو دا اخیرنی یرغل ؤ اوس به دوی زموږ پرخلاف ژبنی یرغل پیلوي نو د صحابۀؤ له صف څخه څلورنفره (حضرت حسان بن ثابت )(حضرت عبدالله بن رواحه) (حضرت کعب بن مالک) اوحضرت ثابت بن قیس بن شماس رضوان الله علیهم اجمعین راولاړشوؤ اودایې وفرمایل چې د دوی د تبلیغاتي ( ژبني) جګړې مقابلې ته موږ تیاریو او د کفارو پرخلاف یې قسما قسم اشعار وؤیل چې د مسلمانانو اوصاف او دکفارو بدي یې بیان کړې وې هغه وؤ چې رب العلمین دوئ ته فتحه اوکفاروته ذلت او رسوایي ورنصیب کړه

ډيرځله کفارو په خپله دا اقرار وکړچې د مسلمانانو شاعران پرموږ ډیر قوی دي اوپه خپله ماته یې اعتراف وکړ

په يوه بله واقعه کې راځي چې کوم وخت نبی کریم صلی الله علیه وسلم دعمرة القضاء داداکولولپاره مکې مکرمې ته راتلو نو د اوښې مهار یې د حضرت عبدالله بن رواحه په لاس ورکړ اودکفارو په خلاف یې اشعارویل. کوم وخت چې حرم ته رانیزدې شول نو حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل نور اشعار بس کړه. نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې ددوې خبرې واوریدې نو عمر رضی الله عنه ته یی وفرمایل : ای عمره پریږده چې عبدالله خپل اشعار ووایي دده اشعار دکفارو پر زړونو تر غیشو هم تیره لګیږي .

په اوس وخت کې رسنۍ د ټولنیزو ارتباطاتو وسیله ده چې په هغې کې خبریالان کارکوي د اوسني سیاسي عرف له مخې رسنۍ د دولت دارۍ څلورمه قوه بلل کیږئ دژوند په هر پړاؤ کې رسنۍ دخلګو په ژوند ژور أغیز لري. رسنۍ بیلابیل اقسام لري. لکه:

چاپي رسنۍ: لکه اخبار، مجله، اونیزه او داسې نور

سمعي بصري رسنۍ: لکه راډیو، ټیلویزیون، د سټیج ننداره او نور

بریښنایي رسنۍ: چې انلاین رسنۍ هم ورته وایي لکه ویب پاڼې او نورې بیلابیلې انټرنیټي رسنۍ

د انټرنیټۍ رسنیو له جملې یوه مهمه او مشوره رسنۍ اجتماعي رسنۍ دي دا دانټرنیټي پاڼومجموعه ده چې په وروستیو کې په انټرنیټي فضاکې رامنځته شوې اوخورا رشد یې هم کړئ. لکه فیسبوک، ټویټر، واټساپ،انسټاګرام، یوټیوب، ګوګل پلس وغیره.

د یوه بل تقسیم له مخې رسنۍ په دوه ډوله ویشل شوې چې یې دولتي رسنۍ هغه چې د حکومت تر تأثیر لاندي نشرات کوي. نشراتي پالیسي د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزرات لخوا ورکول کیږي، د حکومت اوملت په منځ کې د ارتباط ذریعه او د حکومت أحوال او أوامر تر ملته رسوي. لکه په افغانستان کې ملي راډیو ټیلویزیون، باختر اژانس، هیواد، انیس او او کابل ټایمز اخبارونه وغیره.

دوهم ډول یې خصوصي رسنۍ هغه چې د ځانګړو تبلیغاتي یا تجاري اهدافو لپاره جوړې شوې وي.

په پرمختللیو هیوادونو اوټولنو کې رسنۍ شفافې او له هر څه تأثیر نه پرته په آزاد ډؤل ورځنۍ پېښې او أړین معلومات خپروي چې خورامهم رول او أغیز لري. حتی ډیر داسي کارونه چې حکومت یې په مخنیوی کې پاته راغلی وي خو رسنۍ یې په مخنیوي کی کامیابه شویدي .

خو په افغانستان کې چې د امریکایانو له راتګ وروسته د رسنیو بازار خورا تود شو او سلګونو چاپي، تلویزوني، راډیویي او نورې ډول ډول رسنیو فعالیت پیل کړ. له پیله داسې معلومیدله چې اشغالګر به له دې رسنیو د خپلو اهدافو لپاره پراخه استفاده وکړي، ځکه افغاني رسنۍ ازادې اولکه څنګه چې ورنه د خپلواک فعالیت طمعه کیږي دغسي نه دې. په افغانستان کې اکثره رسنۍ دبهرنیواستخباراتو تر مستقیم اوغیر مسقیم اثر لاندي نشرات کوي

کوم خبرونه چې نشروي هغه هم ناسم اویا هم له اسلامي او افغاني دود او دستور سره په ټکر کې شیان نشروي اوتر ډیره زموږ د ځوانانو په اذهانو کې د اسلامي اقدارو په اړه ډول ډول شکوک او شبهات ور اچوي او د ځوان نسل په بې لاري کې همدغه رسنۍ په مستقیم ډؤل لاس لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د