افغانستان

د تورخم دروازه پرانيستل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۶): تېره ورځ وروسته له هغې د تورخم دروازه د پاکستاني لوري له خوا وتړل شوه، چې په تورخم کې دوه غبرګې چاودنې وشوې.

د تېرې ورځې په چاودنو کې د پاکستان د مليشه ځواک د نهه سرتيرو سربيره اوو افغانان هم ټپيان شول.

له پرون ورځې راهيسې پاکستاني چارواکو ياده دروازه د هرقسم تګ راتګ لپاره تړلې وه.

نن له غرمې مخکې په تورخم کې د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکو د يادو چاودنو او د تورخم دروازې د پرانيستلو په اړه خبرې اترې وکړې، چې په پايله کې يې ياده دروزاه نن له غرمې وروسته پرانيستل شوه.

په تورخم کې د چاودنو مسئوليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x