دنوې میاشت په ليدلو کې دفن مختلف ماهرین دلاندي شیانو اعتبار کوي

لکینه:… مفتي احسان الله…

1- Altitude یعني دغروب شمس په وخت کې له افق نه دسپږمۍ ارتفاع.

2- دسپږمۍ Azimuth یعني له شمال نه دمشرق لور ته دسپږمۍ بعد، که موږ دا بعد له 360 نه منفي کړو، نو دشمال نه دمغرب طرف ته دسپږمۍ بعد په لاس راځي.

3- دلمر Azimuth یعني له شمال نه دمشرق طرف ته دلمر بعد، دا که موږ له 360 نه منفي کړو، نو له شمال نه دمغرب خوا ته دلمر ليريوالی راته معلوم وي.

4- Rel.Azimuth یعني دلمر او دسپږمۍ سمتي فرق، یعني چې پر کوم ځای به دلمر غروب وي، او چرته به دسپږمۍ غروب وي، ددواړو په منځ کې به ددرجو په لحاظ فاصله څومره وي، په دې سره موږ دا معلومولای سو، چې دسپږمۍ غروب به دلمر ښې که چف لور ته وي، په لمر او سپږمۍ کې چې دکوم یو هم (ازي موت) زیات وي، هغه به دشمال خوا ته وي.

5- Elongation یعني دلمر او دسپږمۍ دمرکزي نقطو فرق/ دزاويې فرق، یعني دلمر مرکز دسپږمۍ له مرکز نه څومره ليري دی، څومره فاصله چې وي دمشاهدې په اعتبار سره ددوی دواړو زاویه به هم همدومره وي.

6- Lagtime یعني دلمر او دسپږمۍ دغروب په منځ کې به څومره وقفه وي؟

7-Of moon Phase یعني دسپږمۍ روښانه برخه.

8- Full Moon یعني دبدر کامل تاریخ.

9- Age Of moon یعني دسپږمۍ عمر.

نوې میاشت په ليدلو کې دفن مختلف ماهرین ددغو شیانو لحاظ کوي، دهغو پر بنا بیا دا فیصله کوي، چې دسپږمۍ دليدلو امکان سته، او که یا، او که وي، نو امکان يې قوي دی او که ضعیف.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ګل احمد
میلمه
ګل احمد

د سپوژمی په منځ کی چی کوم تور ټپونه معلومیږی د هغه په اړه معلومات غواړم