ورزش

مشفق الرحیم وايي له افغانستانه خپل غچ اخلو

د بنګلادیش کرکټ لوبډلې کپتان مشفق الرحیم  وايي چې  دوی د ۲۰ اورونو د نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې چې له افغانستان سره د مارچ په ۱۶مه  ده خپل  غچ اخلي.

د بنګلادیش لوبډلې چې د تېر نومبر راهیسې يې کومه سیالۍ نه ده ګټلې کوښښ کوي چې خپل غچ له افغانستان څخه واخلي.

بنګلادیش د سري لنکا سره یو ټیسټ میچ برابر کړ، خو وروستي دوه ۲۰ اوریزه میچونه يې وبایلل، همدا راز بنګلادیش  ۷ یو ورځني  سیالۍ هم وبایللې، چې په دوی کې یو  سیالي یې له افغانستانه په ۳۲ منډو په توپیر وبایلله.

مشفق الرحیم ویلي چې « افغانستان  به هم تر سخت فشار لاندې وي».  دده په وینا افغانستان په داسې  سترو سیالیو کې خپله وړتیا وښايي، دده په وینا موږ د اسیا جام د ماتې د غچ اخیستلو ته بشپړ تیاری نیولی.

مشفق وايي چې دوی د افغانستان لوبډلې په اړه په ورستۍ سیالۍ کې ډیر مالومات لاس ته راوړي.  موږ دوی سره لوبه وکړه او دې موږ سره ډیره مرسته وکړه.

مشفق الرحیم افغانستان ته یو ډول چیلنج ورکړی او ویلي يې دي چې «  په اسیا جام کې ددوی سره مشرفي مرتضی، شکیب الحسن، او تمیم اقبال نه وه او په ۲۰ اوریزو نړیوال جام کې  دا درې ستر لوبغاړي موجود دي.  افغانستان به  دوی په تلویزون کتلي وي.»

که څه  هم په اسیايي جام کې افغانستان په پیل کې خورا سخت تر فشار لاندې و او په ۹۰ منډو يې ۵ لوبغاړي سوځېدلي وو، خو سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزي افغانستان لوبډله تر ۲۵۴ پورې ورسوله. او بیا د بنګلادیش  د پیل لوبغاړي په ۱ منډه وسوځېدل. افغانستان دغه سیالي په ۳۲ منډو وګټله.

یاده دې وي چې افغانستان لوبډلې کپتان محمد نبي  وايي چې دوی د ۲۰ اورونو نړیوال جام لپاره  بشپړ تیاری نیولی، او زیاتوي چې دوی به ان شاء الله له بنګلادیش څخه سیالي ګټي.

دا چې دواړه لوبډلې د ګټلو لپاره خپل تر وسه کوښښ کوي، نو د کرکټ چارپوهانو په وینا  د بنګلادیش او افغانستان تر منځ سیالي به تر ډيره زیاته دلچسپه وي.

سیالي به څوک ګټي؟ په دې اړه پیشګويي تر وخت مخکې خبره وي، نو  تر ۱۶ مارچ پورې به ورته انتظار شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x