fbpx

غزل/ همت بدري

همت بدري

ما د غربت غیږه کي شپه کړله کراره تیره
ما د ځوانۍ نیمه صحنه کړله بي یاره تیره

د میني درس مي سم زده نه و چې دي بیل کړمه زه
مامې د میني سپاره کړله له په لاره تیره

د ژمي شپه وه او نری باران ورو ورو وریده
په انتظار مي شبګیره کړه تر سهاره تیره

تا خو ویل چې به یوازي زمونږ چم ته راځې
ماستا په کلي قافله کړه بې ریباره تیره

ما خپل شکیدلی ګریوان دروړ چې یې وګڼډې ته
تا یوه ستن مي په سینه کړله بې تاره تیره

تا د بدري همت په خوله کي غزل پرینښوده
تایې په ژبه کلیمه کړله له ډاره تیره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د