
شعـــــرونه
غزل/ عاکف مهاجر
عاکف مهاجر
چاپه مو وه په کلي الوتکې ګرزیدلې
چاپه وه تر سهاره هره مور زګیروو نیولې
زګیروي یې چې له ډاره وو په ستوني کې خپ کړي
ماشوم په زوره ساندې به له ویرې نه وهلې
د کلي د ملا د اذان غږ مې تر غوږ نشو
سهار شو مقتدیانو یې سلګۍ ملا ته کړلې
ګودر وو که جومات وو هدیرې کې هم غوغا وه
له هر کوره یې غبرګې جنازې قبرو ته وړلې
ائینه باندې غبار وو هر تصویر ګردو وهلی
له سترګو نه به اوښکې هر وګړي بهولې
ډیوه یې وه مړه شوې په هر کور خوره تیاره وه
عاکفه په هر کور وه د مرګي تیاره راغلې