افغانستان

لوګر: افغان او ناټو ځواکونو یو تن ملکي کس وژلی او دوه نور یې نیولي

نن ټکی آسیا: د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې ګډو پوځيانو په محمداغې ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې يو تن بې ګناه ملکي وګړی وژلى او دوه تنه نور يې له ځان سره بيولي دي.
د محمداغې د ولسوال عبدالحميد حامد په وینا، دا عمليات نن سهار څلور بجې د يادې ولسوالۍ د قندهاري په کلي کې پر يوه کور ترسره شوي.

نوموړی زیاتوي، چې افغان او امريکايي ځواکونو  دا ګډ عمليات د یوه مشکوک کس په نیولو پسې سرته رسولي، ګډو ځواکونو تر ډزو وروسته په دې کور کې یو تن وژلی او دوه نور یې لاس تړلي له ځان سره بیولي دی.
بل پلو،د محمداغې امنيه قوماندان څارمن عبدالوکيل حقيار د دې پېښي له جزییاتو بې خبري ښيي او وايي، چې د ګډو ځواکونو ددغو عملياتو پر مهال دى په جريان کې نه دى اچول شوى .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x