که د مسلمانانو د حالت بدلون غواړی، خپل عملونه به بدلوی!

محمد عثمان احسان

موږ ټول هره ورځ د مسلمانانو د رټلتوب په حالت لیکني کوو، افسوس څرګندوو، غمرازي ښکاره کوو، خو د ځان سره محاسبه نه کوو چي پر مسلمانانو باندي په دغه ظلم کي زه هم دخیل یم که نه؟ اسلام ذات نه دی وصف دی، منونکي یي ما او تا یو، راسه چي نن ما او تا د خپل ځان سره د اسلامي احکامو د عملي کولو په باره کي د یوې ورځي محاسبه وکړو.

محاسبه شروع سوه! د تهجد د لمانځه لپاره را کښېنستلی یم کنه؟ د سهار لمانځه ته پر خپل وخت را پورته سوی یم؟ اودس مي په سنت طریقه کړی او د اوداسه سنن او مستحبات مو ټول رعایت کړی؟ جماعت ته پر سنت طریقه د کور څخه ور وتلی یم کنه؟ مسجد ته په سنت طریقه داخل سوی یم؟ په جماعت کی مو لمونځ له نیت څخه نیولی تر سلام پوري په سنت طریقه اداکړی دی کنه؟ تر لمانځه وروسته په سنت طریقه په مسجد کي تر لمر ختو پوري کښېنستلی یم کنه؟ و بازار یا کاروبار ته د مسنونه دعاوو په لوستلو سره ور وتلی یم کنه ؟ په ګټه کولو کي مو د شریعت احکام لحاظ کړی دي؟ د بازار د خلګو سره مي تعامل او مجلس په سنت طریقه کړی کنه ؟ په ټوله ورځ کي می د قرآن عظیم الشان تلاوت په مسنونه طریقه کړی دی کنه ؟ کله چي مو کور ته د سودا توکي اخستل، د سودا په وخت مو د څنګ غریب او مستحق همسایه په ذهن کي را ګرځیدلی دی او یو شی مو ورته اخستی دی کنه؟

دغه ټولي کړني خو ما نه دي کړی، حتی لسمه حصه مو هم نه دي کړی، که ستاسو دا خیال وي چي ما نه دي کړی، هغه بل ورور به کړی وي، خو هغه هم نه دي کړی، په سلو کي ۹۹ سلنه مسلمانانو نه دي کړی، او موږ خپل خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرماییلي دي چي ( ستا سو عملونه ستاسو آمران دي ) زموږ خپل عمل زموږ پر سر حاکم دی، که تاسو دا فکر چي کرل د اغزیو کوي او حاصل د ګلانو غواړي دا سوچ به دي ترکستان ته ورسوي.

په حقیقت د برما، کشمیر، چیچنیا، سوریا، افغانستان او یمن د ښځو او ماشومانو قاتلان موږ مسلمانان یو، د دغه وطنو د بربادیو عامل زموږ او ستاسو عملونه دي، که د مسلمانانو حالت بدلول غواړو باید خپل عملونه بدل کړو، الله جل جلاله ته په خپلو عملونو ځانونه نزدي کړو.

په فیسبوک کي د کاټون په ژړاوو موږ نه خلاصیږو، په فیسبوک کي د مجاهدینو په صفت زموږ څخه مجاهدین نه جوړیږي، پر یتیمانو او مظلومانو زموږ افسوس د دوی هیڅ په درد نه خوري، که بدلون غواړو ځانونه به بدلوو، کنه دغه ذلت به مو ورځ په ورځ زیاتیږي، کمیږي خو بیخي نه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.