fbpx
نويد عمر خېل

غزل/ نويد عمر خېل

نويد عمر خېل

درد د انتظار یو اسویلی ده او که بل څه ده؟
عشق یو لا علاجه سر خوږی ده او که بل څه ده؟

ګوتې دې پښتون د انقلاب ایرو کې ویلې شوې
ورک ورنه د سولې سپین غمی ده او که بل څه ده؟

مشره د بمونو مور به ډېرې مېندې بورې کړي
مشره په تړون کې دې مرګی ده او که بل څه ده؟

هسې نه جلوې د ښار دې مخ له قبلې واړوي
خوی دې لا ملنګه غرنی ده او که بل څه ده؟

بیا دې نن نویده! خاموشۍ ته کار ویلی ده
وران دې بیا په چا پسې زړګی ده او که بل څه ده؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د