fbpx
لوګر؛ زرغون شهر کې په ملکي کورونو بمباري

د غزني په دهیک کې بمبار ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۶) له غزني څخه رارسیدلی خبر وایي چې نن ماسپښین ددې ولایت په دهیک ولسوالۍ کې امریکایي او د افغان دولت د هوایي ځواکونو لخوا بمبار شوی چې په نتیجه کې یې دوه کورونه او یو مسجد نړیدلي او ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې.

خبر وایي بمبار نن ماسپښین په یوه بجه د دهیک په بالای سیمه کې په ولسي کورونو شوی.د راپور له مخې په بمبار کې یوه کورنۍ ( چې له مور، پلار او یوې ماشومې لور څخه جوړه وه) په بشپړه توګه وژل شوې او کور یې هم د درنو بمونو بمبار په کنډواله بدل کړی.

دغه راز په بل بمبار شوي کور کې د څو تنو ښځو په شمول څو ماشومان هم ټپیان شوي خو له نیکه مرغه څوک تلف شوي نه دي. په بمبار کې د یاد کلي مسجد هم په نښه شوی او دروند زیان ور اوښتی.

په غزني ولایت کې د امریکایي ځواکونو په بمبار کې داسې مهال اولسي وګړي په نښه کیږي چې له دې وړاندې په لوګر، هلمند او نورو سیمو کې هم د امریکایي الوتکو بمبار اولسي وګړو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي.

وروستیو بمبارونو او د بې ګناه وګړو مرګ ژوبلو که څه هم د اولسي افغانانو او یو شمیر سیاسي شخصیتونو غوسه او احتجاج راپارولی مګر د ګډ حکومت مشران چې تراوسه د ټرمپ د ستراتیژۍ په لمانځلو بوخت دي په دې عاموژنو یې کومه تبصره نه ده کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د