افغانستان

غزنی: په جلا – جلا پېښو کې یو ملا امام وژل شوی او بل بندي شوی

نن ټکی آسیا: د غزني ولایت امنیتي چارواکي او ځايي اوسېدونکي د جلا – جلا پېښو په ترڅ کې د یو ملا امام د وژل کېدا او د یو بل د نیول کېدا خبر ورکوي. په لومړۍ پېښه کې چې نن په مقر ولسوالۍ کې رامنځته شوه، د مولوي نجیب الله په نوم یو ملا امام بېګاه شپه اربکیانو له کوره ایستلی او نن ورځ يې د مقر په ګاونډ کې د پرتې ګیلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نوموړي مړی غورځولی.

د مقر ولسوال صاحب خان د پېښي پخلی کړی، خو د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکي آسیا ته وویل، چې یاد ملا امام چې د ګیلان ولسوالۍ د خانانو کلي اوسېدونکی و، له اوږدې مودې راهیسې يې د مقر په چمبرانو کلي کې امامت کاوه، د محلي پولیسو یا اربکیانو له لورې تېره شپه له خپل کوره په خورا مظلومیت او وهلو-ډبولو ایستل شوی او نن وژل شوی.
له غزني څخه په یو بل ورکول شوي خبر کې راغلي، چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د ګیرو ولسوالۍ په شیخو کلي کې د کلي د ملا امام ملا شمس الله په کور چاپه وهلې او نوموړی یې له ځانه سره وړی دی.
د غزني ولایتي امنیتي مقاماتو تر دې دمه د یادو غبرګو پېښو په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو د سیمې خلک وايي، له څه باندې یو کال راهیسې چې په غزني کې محلي پولیس یا اربکیان د کورنیو چارو وزارت له لورې په دندو ګمارل شوي داسې او دې ته ورته نور جنایات یوه عادي چاره ګرځېدلې او آن یوه ورځ هم داسې نه ده پېښه شوې، چې اربکیانو دې کوم متدین شخص یا قومي مخور په کراره پرایښئ وي.
د غزني اربکیان چې بنسټ یې د اندړو په ولسوالۍ کې ايښودل شوی او بیا په نورو ولسوالیو کې هم ورته واک سپارل شوی، په بیا – بیا په غلا، شوکو، بې ګناه قتلونو، اختطافونو او نورو ډول – ډول جنایتونو کې په لاس لرلو تورن کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x