نظــر

یوه رخصتي یوه څپېړه

سردار محمد دیندارخیل

کیسه داسې ده، چې یو ځل یوه روسي په روسیه کې خپل افغان ملګري ته وویل، چې غواړم له تا سره یو قرارداد وکړم او هغه دا چې زموږ په وطن کې چې څومره د رخصتۍ ورځې دي، زه به په هماغه اندازه ستا پرمخ څېړې درحواله کړم او ستاسو په وطن کې چې څومره د رخصتۍ ورځې دي، ته به په هماغه اندازه ما پرمخ ووهې. روسي غوښتل چې افغان د وهلو په زور پړ کړي، مګر خبر نه ؤ چې کیسه بل ډول ده. افغان چې د خپل هېواد له نا انډوله رخصتیو ښه ډاډه ؤ، نو په ورین تندي یې ورسره ومنله.

روسي په ډېرې خوښۍ وویل: قرارداد خو وشو.

افغان: هو!

روسي ځوان په جدي لهجه افغان ته وویل: ځان ټینګ کړه او پر خپلې وعدې وفا وکړه.

افغان وویل: زه تیار یم.

کله چې افغان وویل: زه تیار یم، روسي پرته له کوم ځنډ څخه د سټالین په نامه یوه څېړه ورحواله کړه، او پرته له دې چې افغان ته وار ورکړي، د هغه په وهلو یې پیل وکړ، تر دې چې وروستۍ څپېړه یې –چې ډېره خړپانده وه- جرمني هټلر ته د روسیې له لوري د ماتې رخصتي وه. او په دې سره د پخوانۍ شوروي څپېړې خلاصې شوې.

افغان چې غومبوری یې لږ څه سور شوی ؤ، روسي ته په قهرجنه لهجه وویل: د وطن عمومي رخصتۍ (څپېړې) دې پوره شوې.
روسي چې د بريا نښې یې په ټنډه کې ځلېدلي ځواب ورکړ: هو! بېخي پوره شوې، خو په دې زړه نازړه شو چې افغان د غره په شان په خپل ځای ټینګ ولاړ دی او په څېره کې یې له ورایه د غچ اخیستنې نښې برېښي.

افغان: وګوره چې کومه رخصتي درڅخه پاتې نه وي او بیا به ارمان کوې.

روس: نه خیر، پوره شوې.

افغان: ته هم اوس ځان ټینګ کړه او په خپلې ژمنې وفا وکړه.

روسی: زه هم تیار یم او په خپلې وعدې به وفا کوم.

افغان په سړه سینه د کال د لومړۍ ورځې د رخصتۍ په خوښۍ کې خپله درنه څپېړه د روسي پرمخ ور پړق وهله، بیا یي د کال د دویمې ورځې د رخصتۍ په مناسبت یوه دهقاني څپېړه د روسي پر مخ ور غبرګه کړه.

کله چې روسي ولیدل چې دا خو د کال پیل دی، نو ځان سره وبنګېده خو افغان یې په خبره پوه نه شو.

روسی لا له ځان سره بنګېده چې د سره انقلاب (د ثور د اوومې) څپېړه یې هم پرمخ وخوړه، لږه شېبه وروسته د سره کمون د ماتې څپېړه یې مخ ته ورسېده چې په دې څپېړې سره یې په ځان لړزه راغله او بې سیکه پرېوت، دا هاغه څپېړه وه چې د شوروي اتحاد نوم یې د نړۍ له نقشې څخه بهر کړ او د نړۍ هېوادونو ته یې د آزادۍ او خپلواکۍ دروازه پرانیستله او نړۍ یې له اسارت څخه وژغورله او دا زموږ په تاریخ کې د یرغلګرو د ماتې د ثبوت تر ټولو اوچت نښان دی.

کله چې روسی په هوښ شو او سترګې یې وغړولې، فکریې کاوه چې نورې رخصتۍ خلاصې شوې، چې ناڅاپه یې د زمري د ۲۸مې ورځې د رخصتۍ څپېړه پرمخ وخوړه چې یو ځل بیا بې‌سیکه پرېوت.

کله چې روسی بیا په خود شو، نو فکر یې وکړ چې نور خو به خیرت وي او رخصتۍ به بېخي پای ته رسېدلې وي چې ناڅاپه یې دوې پرلپسې څپېړي، د کوچني او لوی اختر د خوښیو په پلمه پر سره مخ ور رتلاړې کړي او لا ځان یې نه ؤ خوځولی چې پاتې شوې د روژې د لومړي ورځ د ګنګسیت څپېړه یې هم پر مخ ورزیاته کړه.

چې بیا بې‌سده پر زمکه پرېوت او له لږ ځنډ وروسته چې په خود شو او ځان سره په فکر کولو بوخت ؤ، چې نور خو خلاص شوم، افغانستان کې خو ډېرې زیاتې رخصتۍ وې، مونږ ولې دومره رخصتۍ نه لرو چې ناڅاپه د (د هغه، دغه، پلاني او بیستانکي د زوکړې او مرګ د ورځو د غمیزو) د رخصتۍ څپېړې پرې يې له (شنګ سره پر مخ ورغلې، روسی چې نور یې دمه له پښو او رنګ له مخ څخه الوتی ؤ، په عاجزۍ سره یې افغان ته مخ کړ چې لږ یې له رخصتیو وژغوري، خو افغان وخت ور نه کړ او د معارف، سواد، پنجشنبې او جمعې د ورځو په ښوونیزو څپیړو یې مخ لاپسې ورپلن کړ.

د روسي له خولې او پوزې وینې روانې وې او هڅه یې کوله چې له افغان څخه په کومه پلمه ځان وژغوري، نو ورته ویې ویل: راځه چې نور دا رول بدل کړو، د رخصتیو ورځې پرېږده او د هغو ورځو په بدل کې مې په څپېړه ووهه چې تاسې پکې کار او لوست کوئ، له دې سره د افغان لاس ورو ښکته شو او په خیال کې یې راغلل چې دا وران وطن او دا رخصتۍ، د نورو پر ځای باید خپل مخونه په څپېړو ووهو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x