نړۍ

پاکستاني حکومت طالبانو سره د مذاکراتو لپاره نوي مرکچيان وټاکل

د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مرکچيانو نوی ټيم جوړ کړ.
په دغه ډله د پخواني ټيم رستم شاه مومند، د قبایلي چارو دوهم سکرترارباب عارف الله، د لومړي وزير يو سکرتر فواد حسن فواد او د کميټې مشري به حبيب الله خټک کوي.
د يادونې وړ ده چې، د طالبانو لخوا د اوربند له اعلانه وروسته د طالبانو او حکومت مرکچيانو دواړو ډلو له ميا نواز شريف سره وليدل او دواړو ډلو لومړي وزير ته ويلي وو چې، له دې وروسته دې حکومت په مستقيمه توګه له طالبانو سره خبرې اترې پر مخ بوځي.
له هماغه وروسته ميا نواز شريف د حکومت مرکچي ټيم منحل کړ او پر ځای يې نوی ټیم اعلان کړ چې، يو تن “رستم شاه مومند”يې د پخوانۍ کميټې غړی دی او درې نور يې لوړ پوړي حکومتي چارواکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x