نړۍ

په سعودي کې بې اقامې افغانانو ته د عبور ورقه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۶): په سعودي کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې بې قانونه افغانانو ته د عبور ورقه ورکوي.

د خبرپاڼې سره سم هغه افغانان چې په سعودي کې اوسیږي او قانوني اسناد نه لري، کولای شي چې په ریاض او یا هم جده کې د عبور ورقه تر لاسه کړي او خپل هیواد ته بغیر د کومې جرمانې ورکولو ستانه شي.

په خبرپاڼه کې هغه افغانان مخاطب شوي چې یا قانوني اسناد نه لري او یا هم د اقامې نورې ستونزې لري چې له مخې یې نه شي کولای هیواد ته ستانه شي.

د افغانستان سفیر سید جلال کریم په دې اړه په سعودي کې اوسیدونکو افغانانو ته ویلي چې باید له دې فرصت څخه استفاده وکړي، کنه وروسته یې مسؤولیت په خپله غاړه دی.

باید وویل شي چې په سعودي عربستان کې په زرګونو افغانان د اقامې او پاسپورټونو ستونزې لري چې له امله یې په دغه هیواد کې بند پاتې دي او نه شي کولای چې افغانستان ته را وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x