شعـــــرونه

غزل/ هاشم سادات

هاشم سادات

ورکه اشنا د زړه ،تسله، غږ مې نه در رسې
بس کړه رازه دګلاب ګله ،غږ مې نه در رسې

خوشې صحرا ده زما غږ ماته په بیرته راځې
ناري مې اوکړې څو څو ځله، غږ مې نه در رسې

مرۍ مې درد کوې نور توان د چغو نه لرمه
الله دې راوله پخپله غږ مې نه در رسې

بغیر لتا مې د ژوندون چمن کې شور نشته دی
ته چرته یې راشه بلبله، غږ مې نه در رسې

لاسونه ډیر درپسې ګواښې رانه وران دې نکړې
د پښتنو د پګړۍ وله غږ مې نه در رسې

چې ستا به څه حال وې اشنا کابل کې بیا ماتم دی
له پیښوره تر کابله غږ مې نه درسې

ستا جدائې ګوره چې ما هاشم نه ساه وا نخلې
خبر مې اخله کله کله ، غږ مې نه در رسې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x