نړۍ

امريکا: په يوې ودانۍ کې د چاودنې له امله ۲ ښځې وژل شوي او شپاړس تنه ټپيان دي

د امريکا په نيو يارک ايالت منهاتن ښار کې په يوه ودانۍ کې د چاوندې له امله ۲ ښځې وژل شوي او شپاړس کسان ټپيان دي.

امريکايي رسنۍ وايي چې، د نيويارک منهاتن سيمې ختيځ لور هارلم پارک سره نژدې په يوې ودانۍ کې يوې چاودنې ټوله ودانۍ رانسکوره کړې. رسنۍ وايي چې د اور له امله دوه ښځې وژل شوي او شپاړس تنه نور ټپيان دي.

رسنۍ د رغتون د چارواکو له قوله وايي چې، په ټپيانو کې د ۴ تنو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.

د  نيو يارک پوليس وايي چې د چاودنې په نتيجه کې يوه نه، بلکې دوه وادنۍ زيانمنې شوي دي.

 

امنيتي ځواکونو د پيښې په اړه پلټنې پيل کړي دي. پوليسو له پيښې وروسته د سيمې ټولې لارې تړلي او امنيتي ځواکونو ته امر شوی چې، تيارسئ و اوسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x