دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانانو ریښتیني آمیران

د عمربن عبدالعزیز زوی خپل پلارته نصیحت کوي!

عزام حقاني

کرۍ ورځ د ولس دچاروپه اصلاح کې بوخت وو کله چه غرمه شوه ، دغرمې استراحت ته یې ځان جوړا وه چه زوی عبدالملک یې ورته راغی ، او ورته ویې ویل: اې آمیرالمؤمنین ! څه کوي، ده مبارک ورته وویل بیګاشپه مي ستا د تره سلیمان بن عبدالملک په تکفین اوتجهیز کې شوګیره تیره کړيده ، نو اوس به لږ خوب اوارام وکړم کله چه ماسپښین لمونځ وکړم بیابه دخلګو مظالم واپس کړم نو زوی ورته وویل ترماسپښین پوري دژوند زمه وار دي څوک دی؟

نوده مبارک ورته وویل : زویه رالنډ شه، هغه ورته رانیزدې شو نوسینې سره یی پیوست کړ او دواړو سترګو ترمنځ یې مچ کړ او ویې ویل: الحمدلله الحمدلله چه زماله شا څخه یې هغه څوک پیداکړ یدی چه له ماسره زماپه دین او کارونوکې مرسته کوي ، نو ووت اودغرمې استراحت یې پریښود اعلان کوونکي ته یی امر وکړ چه داسي اعلان وکړي دچا مالونه چه حکومت په زور نیولي دي هغوی دي عریضي وکړي ترڅو داثبات په صورت کې ورته بیرته وسپارل شپ نوهیڅ داسي شی یې پرینښود چه دسلیمان بن عبدالملک اویادده د کورنۍ په لاس کې ووه مګر خپلوخپلو خاوندانو اومالکانوته یې وسپاره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x