شعـــــرونه

ناوړه خلک

 انیسه «غزنوی»

وَ لَقَدْ ذَرَأْنا لِجَهَنَّمَ کَثيراً مِنَ الْجِنِّ وَ الْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بِها وَ لَهُمْ أَعْيُنٌ لا يُبْصِرُونَ بِها وَ لَهُمْ آذانٌ لا يَسْمَعُونَ بِها أُولئِکَ کَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولئِکَ هُمُ الْغافِلُونَ سورة الاعراف ایت نمبر (۱۷۹)

ژباړه: او خامخا په تحقیق پیدا کړي دي مونږ دپاره د جهنم ډیر کسان له پیریانو او له انسانانو چې دي دوی لره(داسې بې معنا) زړونه چې هیڅ نه پوهیږي دوی په هغو سره(حق له باطله) او دي دوی لره(داسې بې فایدې) سترګې چې نه ویني دوی په هغو سره(نښې د قدرت) او دي دوی لره داسې بیکاره غوږونه چې نه اوري په هغو سره(آیاتونه د الله) دغه کسان په شان د چارپایانو دي بلکه دوی ډیر ګمراهان دي(له چارپایانو څخه) دغه کسان همدوی دي غافلان، کاملا په بې خبری کې.

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( يكون بعدي أئمة لا يهتدون بهداي ولا يستنون بسنتي، وسيقوم فيهم رجال قلوبهم قلوب الشياطين، في جثمان إنس)

ژباړه: رسول الله(ص) فرمایلې دي: تر ما وروسته به داسې پیشوایان وي چې زما په هدایت به هدایت یافته نه وي،په سنتو به عمل نکوي، په دوی کې به څه خلک راپورته شي زړونه به یې دشیطانانو وي او بدنونه به یې دانسانانو وي.

دا هغه خلک دي چې عقیدي یې خرابې وي، په رزائلو کې ډیر ماهره وي، دمځکې او آسمان نه يې ګڼ مادي، وهمي، بشری او غیر بشری څیزونه له خدای(ج) سره د هغه په خدایی کې ور ګډ کړي دي، ډیر اوهام، ګڼې نظرې او څو ډوله فلسفې یې له هغه پاک او سوچه علم سره چې د خدای(ج) له لورې ورته داغلي ورګډ ګړي او داسې ګڼ مذهبونه او تګ لارې یې ور څخه جوړې کړي چې د شمیرلو توان یې هم نه لیدل کیږي.

دا هغه خلک دي چې له فکرونو څخه یې حق او مستقیمه لار ورکه شوی او د الله(ج) پراخې مځکې ته یې د ظلم، تیري، فسق او فساد لاری خلاصې کړي دوی ته خپل بد عمل ښایسته ښکاري او حال دا چې دوی سراسر په تاوان کې وي.

رسول الله(ص) د داسې ناوړه خلکو نورې ځانکړتیاوي هم بیان کړي دي.

حضرت عباس(رض) له رسول الله(ص) څخه روایت کوی چې رسول الله(ص) فرمایلې دي:« ژر ده چې په اخیره زمانه کې به داسې قومونه پیدا شي، چې مخونه به یې د انسانانو وي او زړونه به یې د شیطانانو وي، د داړونکو لیوانو په څیر به وي، په زړونو کې به یې هیڅ رحم نه وي، د وینو تویونکي به وي، له بدو به مخ نه اړوي، که یې پیروي کوې فریب درکوي، که ځان ورڅخه ګوښه کوي غیبت دې کوي، چې خبرې درسره کوي نو درواغ درته وایې، که امانت ورته وسپارې خیانت درسره کوي، ماشوم به یې پوخ وي او ځوان به یې چالاکه وي، سپین ږیری به یې امر بالمعروف او نهی عن المنکر نکوي، د دوی په مټ عزت ترلاسه کول ذلت دی، او له هغوی څخه غوښتنه فقر ده، حلیم به یې بې لارې وي، په نیکې امر کونکی به یې متهم وي، مومن به پکښې بی وسه وي، فاسق به پکی شرافتمند وي، سنت به پکی بدعت وي او بدعت به پکښې سنت وي، نو دا مهال ناوړه د دوی ورباندې مسلط وي او غوره خلک به دعاګانې کوي خو قبلیږي به نه»

باور وکړئ چې نن سبا د اکثریتو خلکو همداسې حال دی، څیرې یې د انسانانو خو زړونه یې د شیطانانو څخه هم سرکشه دي.
په اصل کې د دوی زړونه قبض او ړانده دي، د دوی پر زړونو مهر لګیدلی …( خَتَمَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ)…

ژباړه: مهر لګولی دی الله(ج) پر زړونو د دوی.

دوی د حق په خبرو نه پوهیږي…( لَهُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بِها)…

ژباړه: دوی لره(داسی بې معنی) زړونه دي چې هیڅ نه پوهیږي دوی په هغو سره.

دوی په ټولنیز ژوند کې دعزت او کرامت لپاره د سرطان په شان وژونکي غځیدلې ولي دي چې مرګ څخه پرته بل کوم علاج نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x