ادبي لیکني

سوې ډوډۍ – حامد افغان

خدای شته ښه په خوند ستړی وم، له پلار سره کښیناستم لیږ ځنډ وروسته مي مور دسترخوان ویړ کړ، ډوډۍ مو یوه بل ته ووېشله، ډوډۍ ته مي چې وکتل وچه کلکه او آن سوي وه، مور مي کتغ راوړ او څنګ ته راته کښېناستله، ما پلار ته معنالرونکې موسکا وکړه، ډوډۍ مي هم په یوه بل مخ اړوله، پلار ته مي دا نغوته تېروله چې ګواکي کلکې او سوې ډوډۍ ته دي پام ده که …

خو هغه زما نغوتې او اشارې ته بابیزه وبللې، زما مورته یې نرمه موسکا وکړه او ماته یې کړه: ورځ دي څنکه وه په کار کې به ډیر ستړی شوی یې؟ ځواب مي هیر ده چې څه مي ورته وویل: خو چې ورته کتل مي هغه کلکه او سوې ډوډۍ یې په خوند خوند له کتغ سره نغړله، ما هم یوڅه وخوړله او ګرومجلی غوندي ولاړ شوم .

ښه راته یاد دي چې څه ځنډ وروسته مي د پلار او مور خبرې واوریدلي مور مي عذر ورته کاوه چې سړیه ! خپه نشې نن ډوډۍ رانه سوې وه، پلار مي ورته وویل: ګرانې ماته به دا عذرونه نه کوې، باور وکړه زه کله کله کلکه ډوډۍ خوښوم او آن که سوې وي هم ماته فرق نه راکوي.

په هغه سهار دپلار خواته ناست وم په خندا مي ورته وویل: پلاره رښتیا تاته کلکه ډوډۍ خوند درکوي او آن له سوې ډوډۍ سره هم مینه لرې؟ پلار مي په کړس کړس وخندل او خواته یې ورنږدې کړم راته کړه یې: زویه ! پرون دي مور په کور کې نور ډیر کارونه لرل هغو ډیره ستړې کړي وه، نو څه وشوو که موږ ته یې دایو بیګا سره اوسپینه ډوډۍ نکړه راتیاره.

پایله: هر انسان طبعا ډیرې نیمګړتیاوې لري، کوم انسانان چې کډ ژوند سره کوي او یاداسي څوک چې ژوند یې په یوه بل پوري تړلی وي لکه میړه اوښځه، دوی باید دیوه بل په نیمګړتیاو او عیبونو سترګې پټې کړي، او دژوند د درنو مسؤلیتونو په پرمخبېولو کې دیوه بل کړمې وزغمي، د یوه وخت په ډوډۍ، په یوه سوې ډوډۍ د یوه محترم انسان زړه ماتول او دردول بیخي ناسم کار ده،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x