د غني دوه هیښوونکي فرمانونه

موسی فرهاد

1 – لومړی فرمان یی: هیڅ حکومتي کارکن له سیاسي ګوند سره تعلق نشي لرلای.
2 –  دویم هغه یې:  له دفاع وزارته به د جنرالانو د ریټایرمینټ یا تقاعدي لړۍ پیلیږي.

څیړونکي دا دواړه فرمانونه د حیرانتیا وړ ځکه ګڼي چې وایی ، دا د رئیس غني تر سويې بلکل لوړه خبره ده. هغه نشي کولای په دومره ضیقو او اختلافي شرایطو کې چاته دومره قاطع لیکه کش کړي.  په داسی حال کې چې د ارګ له دفتره بهر په اکثره دفاترو کې تراوسه هم د غني دستخط څوک نه مني. نو دې کار په حکومت او پوځ  دواړو کې ښه وارخطائي له دې کبله رامنځ ته کړي، چې دوی فکر کوي چې دا کار د لوی سفارت د نوي ستراتیژۍ یوه کړۍ ده ، چې غواړي په دې توګه د حکومت ټول سیاسي او پوځي سیټپ په نوي بڼه عیار کړي. ترڅو امریکا د نوي ستراتیژۍ په مټ د خپلي کامیابۍ اخیري حربه وکاروي.
د سیاسي احزابو عضویت لرونکي خلک له حکومته ایستل ، فکر کوم چې نیم حکومت به له منځه وړل کیږي ، او پر ځای به یې څو محدود ډیکنوکراټان لکه غني او داسی نور پاتي کیږي چې فقط او فقط د امریکا ګټي ورته اولیت ولري ، نور هیڅ نه . که نور نه وي ، د شمالي ټلوالي ټلوالیان خو په هر صورت ځان د دې فرمان ټارګیټ ګڼي.  دا هیښوونکی فرمان په داسی حال کې لاسلیک کیږي چې د سیاسي احزابو لپاره په آساسي قانون کې خورا صریح وضاحتونه موجود دي.  چې د ډیموکراسۍ اصل پر همدې ولاړ دی چې حکومت به له سیاسي ګوندونو جوړ وي.  د غني په فرمان کې که څه هم ظاهراً د څو مشخصو ادارو نومونه اخیستل شوي؛ خو ټلواله او په اصطلاح مجاهدین، ګمان کوي چې همدا هغه ادارې دي چې د ټلوالي په ولکه کې دي. او غني یې اوس د ګوندي عضویت لرلو په وجه له صحنې باسي . او له بلي خوا دا هغه ادارې دي چې د امریکا لپاره په مؤثریت سره فعالیت کولای شي.
دویم فرمان چې د پوځي جنرالانو د تقاعد لړۍ به پیلیږي ؛ هم حیرانوونکي ده ځکه چې دا هم خپله یو قانوني پروسیس دی چې د پوځي قانون سره سم وخت پروخت جنرالان په اصولي شکل د خپلي وظیفې مراحل طی کوي او بیا تقاعد کیږي ، نه دا چې یو په یو په دومره غټ تعداد کې جنرالان ریټایرمینټ اخیستلو ته اړ کړای شي.
د ولسي جرګي په پروني بیان کې پر دغه موضوع خورا زیات تشویش څرګند شوی او ویلی دي چې د غني د فرمان له مخي ښایی 65000 کسان له دندو څخه تقاعد کړل شي ، او پرځای به یې نوی سیمیز پوځ جوړیږي ترڅو په جنګ کې د امریکا لپاره موثریت ولري.  چې پخوا دا کار سیمیزو پولیسو یا اربکیانو کاوه.  څه موده وړاندي ګلبدین حکمتیار هم په څو غونډو کې د دې یادونه کړي وه چې په دفاع وزارت کې یوازي د بنجشیر 600 جنرالان دي چې زیاتره ډرایوران او کلینران دي.  شنونکي فکر کوی چې د هغه دا بیان هم تصادفي نه و بلکي د امریکا له لوري د هغه پلان نه خبر وو چې اوس یې د غني په خوله عملي کول غواړي او د پوځي جنرالانو د تقاعد په پلمه یوه ډله خلک له صحنې ایستل غواړي او پرځای یې نور خلک ګماري.
لنډه دا چې د باخبره څیړونکو له نظره دا پلان په اصل کې د امریکا د نوي ستراتیژۍ یوه برخه ده چې د حکومت په سیاسي او پوځي جوړښت کې پراخ بدلون راولي ، ځکه چې امریکا په دا اولس کاله کې د اوسنیو خلکو پر بې کفایتۍ شک کړی چې وایی فقط ډالر یې تري لوټلي ، نور یې امریکا ته کومه ګټه نه ده کړي. نو که چیري نور دا سي خلک چې د غني د بانډ په څیر د امریکا ګټو ته ډېر وفادار ګڼل کیږي ؛ هغه رامخ ته کړای شي او تقویه یې کړای شي ، امریکا ګمان کوي چې کیدای شي د دوی د کامیابۍ لپاره اغیزمن ثابت شي.
موسی فرهاد
2017 – 9 – 18

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د