دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي «دوه ویشتمه برخه»

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې لارې ننوزي اوس دا شیطان انساني نفس ته له کومې لارې ننوزي دا د ټولو انسانانو لپاره یو شان نه وي په تېره برخه کې مو د شیطان په اوله لاره خبرې وکولې پدې برخه کې په دوهمه لاره او پدې بحث کوو چې شهوت الله تعالی په انسان کې د کوم حکمت لپاره ایښي دی؟

انساني نفس ته د شیطان دوهمه لاره

د شهواتو متابعت

د شهواتومتابعت تر ټولو نه هغه ډېر خطرناک شی دي چې انسان ددنیا او آخرت له نېکمرغی څخه محروموي په اوس وخت کې اکثر لوی ګناهونه ، لويې او زیاتې تېروتنې د شهواتي خیالاتو له امله کېږي ، شیطان لدې لارې څومره د خلکو کورونه ورانوي، څومره خلک له عزت نه خلاصوي او د څومره خلکو دنیا او آخرت ور خرابوي، د خلکو په مینځ کې لدې لارې دښمني پیدا کوي ، په خلکو باندې قتلونه کوي او داسې نور چې شمارل یې تر وس بهر دي الله جل جلاله فرمايي : زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الْمَآَبِ (14). سورة آل عمرا ن

ترجمه : ښائسته کړل شوی دی خلقو ته محبت (مینه) د مرغوبو خوندورو شیانو چې ښځې دي او زامن دي او ډېر مالونه دي چې راټول کړل شوي دي له سرو زرو او سپینو زرو نه او آسونو نه چې نښان داره کړل شوي دي اویا ښايسته کړل شوي دي او نور چارپایان دي (لکه اوښ ، غوایئ، پسه) او کښت (یا مزرعه) دي ، دغه (۶ واړه شهوتونه) فایده اخیستل د ژوندون د دنیا دي او (خاص) الله جل جلاله شته په نزد د ده ښه ځای د ورتللو (چې جنت دی) .

شهوات صرف په جنسي طرف کې نه دي په پورتني آیت کې الله جل جلاله څو ډوله شهوتونه یاد کړل چې هغه د ښځو په اړه دي ، د زامنو په اړه ، د مالونو او حیواناتو او کښت په اړه الله جل جلاله په شهوتونو کې تر ټولو هغه شهوت مخکې کړو چې په فتنه کې ډېر سخت دی چې هغه د ښځو شهوت دی بیا یې ورپسې زامن یاد کړل چې له همدې ښځو څخه پیدا کیږي او بیا یې مال یاد کړو چې د مختلف ډوله شهوتونو لپاره د وسیلې په توګه کارول کیږي په مال کې یې اول بنیادي مالونه یاد کړل چې سره او سپین زر دي بیا یې ورپسې هغه شهوتونه یاد کړل چې تر مالداري پورې اړه لري کوم چې د ښځو تر شهوت نه لږ په فتنه کې اچوونکي دي بیا یې څه حیوانات یاد کړل او چې کوم ډېر ښه مال وي هغه مخکې بیا په همدې ترتیب یو پر بل پسې .

د شهوت حکمتونه

الله جل جلاله انسان جوړ کړی دی او په ده کې د شهوت ماده هم الله جل جلاله ایښې ده او په انسان کې د شهوت ماده کېښودل هم لکه د الله جل جلاله د ټولو کارونو په څېر له حکمت نه خالي نه ده پدې کې لوی حکمتونه دي د مثال په ډول .

د شهوت لومړی حکمت

عاجزي او توبه

الله جل جلاله په انسان کې د شهوت ماده ایښې ده ترڅو له انسان نه ددې شهوت له امله څه تېروتنه وشي نو کله چې په انسان باندې د الله جل جلاله رحم وشي نو د خپلې تېروتنې نه وروسته الله جل جلاله ته متوجه شي په خپله تېروتنه اعتراف وکوي او په زړه کې یې چې د عبادت له امله کومه لويي راغلې وي هغه ورڅخه بهر شي امام ابن قیم رحمه الله فرمايي : العبد قد بلي بالغفلة والشهوة والغضب، ودخول الشيطان على العبد من هذه الأبواب الثلاثة، فإذا أراد الله بعبده خيرا فتح له من أبواب التوبة والندم والانكسار والذل والافتقار والاستعانة به وصدق اللجأ إليه ودوام التضرع والدعاء و التقرب إليه بما أمكن من الحسنات ما تكون تلك السيئة به رحمة، حتى يقول عدو الله: يا ليتني تركته ولم أوقعه.

ترجمه : بېشکه بنده په غفلت ، شهوت او غصه سره امتحان کول کیږي او پدې سره انسان ا متحان کول کیږی چې له دې دریو لارو شیطان د هغه زړه ته ور ننوزي نو کله چې الله جل جلاله یو بنده ته د خیر اراده وکوي نو هغه ته د توبې او پښېمانتیا دروازه ور خلاصه کړي او هغه ته د عاجزي او الله جل جلاله ته د خپل احتیاج ښکاره کولو او هغه ته په رښتیا سره د عاجزي ښکاره کولو، هغه ته د همېشه عاجزي کولو ، هغه ته د همېشه دعا‌ء کولو ، هغه ته د نېزدیکت غوښتلو دروازه ور خلاصه کړي تر ممکنه حده پورې د نېکیانو کولو سره ترڅو هغه بدي (چې له ده نه شوې وي) په ده باندې د الله جل جلاله رحمت وګرځي تردې چې د الله جل جلاله دښمن (شیطان) کله چې دا هرڅه (په بنده باندې تر توبې وروسته رحمت نازلېدل او د الله جل جلاله په دربار کې د توبې له امله د یو بنده مرتبه پورته کېدل) ووینې نو وایی : کاش چې ما په ده باندې ګناه نه وای کړې (ده ته به د توبې له کولو سره دومره لوړه مرتبه نه ورکول کېده) .

ددې امله به ځینو پخوانیو علماوو فرمایل : کله بنده یو بد کار کوي چې له امله یې جنت ته ځي او کله یو بنده ښه کار کوي چې له امله یې جهنم ته ځي کله به چې له دوی نه پوښتنه وشوه چې هغه څنګه نو دوی به فرمایل : کله بنده یوه ګناه وکوي بیا یې هر وخت هغه ګناه په زړه وي د هغې ګناه له امله یې د الله جل جلاله په وړاندې خپل سر ښکته کړی وي ، د خجالت احساس کوي ، شرمنده وي ، هر وخت توبه کوي او استغفار وايي نو دا ګناه ورته له ډېرو نېکیانو څخه غوره شي چې له امله یې په انسان داسې حالتونه راشي او داسې کارونه وکوي چې په هغې سره د انسان مرتبې لوړې شي او کله بنده یو ښه کار وکوي بیا هر وخت الله جل جلاله ته وايی چې ستا د رضا لپاره ما دا کار وکولو ، په الله جل جلاله باندې یو ډول احسان باروي ، خپل ځان ورته ډېر غوره ښکاره کیږي نو ددې نه ورته یو ډول کبر په زړه کې ورپیدا شي او د هغې نیکي په اړه یو ډول د کبر احساس کوي نو په همدې حالت کې ورته مرګ راشي نو هغه نیکي یې د کبر ، فخر له امله جهنم ته د ننوتلو سبب شی. الوابل الطیب

د شهوت دوهم حکمت

په آخرت کې د لذت طلب کول

الله جل جلاله په انسان کې شهوت ایښی دی ترڅو دلته په دنیا کې د کوم شی لذت و څکلی شي ، ددې جوګه شي چې په دنیا کې له کوم شي سره مینه وکوي او د کوم شي په خوند پوه شي نو بیا چې د الله جل جلاله کلام لولي چې ورته د آخرت د نعمتونو صفت کوي نو لده سره به یوه لاره وي چې هغه نه ختمېدونکي لذات قیاس کړلی شي او د هغه لپاره د ځان تیارولو هڅه وکوي او د هغه نعمتونو د حاصلولو کوښښ وکوي .

د شهوت دریم حکمت

دا یو امتحان دی

الله جل جلاله انسانان په شهوتونو سره امتحان کوي چې په دنیا کې یې شهوت ورکړی دی او بیا یې ورسره د آخرت د غوره لذتونو وعدې کړې دي ترڅو وکتل شي چې داسې څوک دي چې د دنیا دا فاني نعمتونه او لذتونه سره ددې چې په انسان کې د موجود شهوت له امله یې ورته زړه هم کیږی د الله جل جلاله د رضا لپاره او د آخرت د نه ختمېدونکو لذتونو د حاصلولو لپاره پریږدي او که چېرته په انسان کې د شهوت ماده کېښودل شوې نه وای نو ددې امتحان صورت به نه وو ، دا انسان چې کله د الله جل جلاله د رضا لپاره کوم شی پریږدي ددې قرباني به قدر نه وو .

ددې امله یو ځل د حضرت عمر رضی الله عنه نه پوښتنه وشوه : کوم کس غوره دی هغه چې داسې پاک نفس یې وي چې ورته د ګناه هېڅ خاطره په زړه کې نه ورځي او که هغه کس چې د ګناه خاطرې زړه ته ورځي لکن دی د الله جل جلاله د رضا لپاره هغه خاطرې پریږدي او ګناه نه کوي؟

حضرت عمر رضی الله عنه ورته په ځواب کې وویل : هغه کسان چې ګناهونو ته یې زړه کیږي او د الله جل جلاله د رضا لپاره هغه ګناهونه پریږدي دا هغه کسان دي چې غوره دي او د هغه کسانو څخه دي چې الله جل جلاله يې په اړه فرمايلي دي : هغه کسان دي چې الله جل جلاله د دوی زړونه د تقوی لپاره امتحان کړي دي د دوی لپاره بښنه او لوی اجر دی .

د شهوت څلورم حکمت

د نسل ساتنه او زیاتېدنه

په انسان کې د شهوت کېښودلو څلورم حکمت دادی چې پدې سره به د انسان نسل زیات شي که چېرته په انسان کې ښځو ته دمیلان شهوت نه وای نو نسل به نه پیدا کېدو نه زیاتېدو او که چېرته د خپلو اولادونو د مینې شهوت په انسان کې نه وای نو بیا به ډېر کم ماشومان لویېدل او ساتل کېدل ډېره مشکله به وه چې دا تکلیفونه چا برداشت کړي وای حضرت ابن قیم رحمه الله د حضرت آدم او حضرت حواء علیهما السلام په اړه فرمايي : ثم لما أراد الله سبحانه أن يذرّ نسلهما في الأرض ويكثره وضع فيهما حرارة الشهوة ونار الشوق والطلب وألهم كلا منهما اجتماعه بصاحبه فاجتمعا على أمر قد قدر .

ترجمه : بیا چې کله الله جل جلاله اراده وکوله چې د حضرت آدم او حضرت حواء علیهما السلام نسل په زمکه کې خپور او زیات کړي نو په هغوی کې یې د شهوت حرارت کېښود او په هغوی کې یې د شوق اور کېښود او په هغوی کې یې د یو بل د طلب جذبه کېښوده او په هر یو د دوی کې یې د یو بل سره د یو ځای کېدلو جذبه واچوله نو دوی د الله جل جلاله په هغه امر سره یو ځای شول چې مخکې نه مقدر شوی وو (نو پدې طریقه سره اولادونه او نسلونه پیدا شول او دادي د هغه دوو کسانو نه اوس په دنیا کې څومره مخلوق دی)

نور بیا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x