افغانستان

اشرف غني امریکې ته روان سو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶): ولسمشر اشرف غني د امریکې د ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکې ته روان سو.

نوموړی تېره ورځ ترکمنستان ته ولاړی او د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې اشرف غني د ترکمنستان څخه د نیویارک پر لور وخوځېدی.

ټاکل شوې چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره هم وویني.

د ارګ ویاند مینه پال رسنیو ته وویل اشرف غني او ټرمپ به په افغانستان کې د امنیت او سولې په اړه خبرې وکړي.

باید وویل شي چې د ټرمپ د جګړییزي ستراتیژۍ د اعلان وروسته دا لومړۍ لیدنه ده چې دواړه مشران یې سره کوي.

اشرف غني او د ګډحکومت اکثره مشرانو د افغانستان په اړه د ټرمپ نوې ستراتیژې ستایلې وه د کومې له مخې چې به په افغانستان کې بمبارۍ زیاتیږي، اضافي ځواکونه به را لیږل کیږي او همداسي د اربکیانو یو نوی ځواک به جوړیږي تر څو په خپلو سیمو کې د طالبانو سره جګړه وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x