نظــر

د صميم كټوازي په تأييد نن ټكي آسيا ته يوه مشوره او وضاحت

نن ټكي آسيا ته د صميم كټوازي په نوم ليكوال چې كومې په زړه پورې مشورې وړاندې كړې وې زه لومړى د هغه پدې نيكو او رغنده مشورو ډيره مننه كوم او له هغې زياته مننه د نن ټكي آسيا له مسؤلينو څخه كوم چې په ورين تندي يې دا مشورې خپرې كړې او د اسلامي او صحافتي اخلاقو معيار يې قائم كړو. د كټوازي صاحب د مشورو پوره تأييد كوم او په اختصار سره د هغه د يوې مشورې وضاحت كول غواړم او بيا د هغې په رڼا كې وړاندې شوو مشورو ته د عملي بڼې وركولو لپاره نن ټكي آسيا ته يوه مشوره وركوم.

د كټوازي صاحب له مشورو څخه يوه زرينه مشوره دا هم وه چې ليكوالان بايد د نبي عليه السلام پدې حديث عمل وكړي چې ” انزل الناس منازلهم ” هر سړي ته د هغه په منزلت او مقام قائل شئ او د هغې مقام مطابق ورسره تعامل او خطاب وكړئ, زه ددې مشورې تر څنګ يو وضاحت او مشوره لرم هغه دا چې د لوى منزلت او مقام خلك بايد له خپل منزلت څخه لاندې راښكته نشي تر څو يې خلك مقام و پيژني, ددې وضاحت غواړم په يوه ساده مثال سره وكړم اميد چې څوك به د مثال له تشبيهاتو څخه منفي تصور نه اخلي دا صرف د خبرې د وضاحت لپاره وړاندې كوم او هغه دا چې كه چيرته يو لوى قهرمان او پهلوان چې په زرګونو پهلوانان يې روزلي وي او د عمر لويه برخه يې په پهلوانۍ كې تيره كړې وي او د پهلوانۍ د روزنې مركز ته لاړشي او هلته دده لپاره تياره شوې چوكۍ كې د نظارت قضاوت او لارښونې لپاره په خپله اوچته او معززه د مشرۍ په چوكۍ كې كښېني يقينا چې په ميدان كې موجود نوي تنكي ځوانان چې اوس د پهلوانۍ تمارين اجرا كوي دته به ټول په ډيره درنه سترګه ګوري او له ده څخه به د لارښونو توقع لري او كه هغوى د تمرين په دوران كې كومه اشتباه كوي او دا مشر د هغې غلطي ونيسي او بيا ورته په ډير احترام او شفقت د هغې د اصلاح لپاره لارښونه وكړي نو يقينا چې تنكي ځوانان به د هغه رغند تنقيد او بيا د هغې اصلاح ډير په درناوى سره مني او پدې به وياړي چې زما فلان اشتباه فلان استاذ او قهرمان اصلاح كړې, په خپل مقام ناست داسې استاذ او قهرمان ته به هيڅ كله هم څوك د بې ادبۍ اشاره هم ونكړي دا خو لا پريږده چې د كُشتۍ لپاره لاس ور واچوي, خو كه دا معزز قهرمان او مشر پهلوان چيرته په خپله مشخصه چوكۍ تشريف كښې نږدي او خپله د استاذۍ او قهرمانۍ خصوصي جامه او يونيفارم لري كړي او د تنكيو نوو ځوانانو د تمرين ميدان ته ورودانګي او له هغوى سره زور آزمايي او د كشتۍ لپاره دست اندازي پيل كړي نو خامخا به را پرځول كيږي او په حق كې به يې بې ادبي كيږي ځكه د تمرين او كشتۍ په ميدان كې څوك د چا لاس نه پچي كوي, لهذا مونږ د  معززو معروفو ليكوالانو او جهادي قائدينو څخه دا غوښتنه كوو چې خپلې د قهرمانۍ او استاذۍ چوكۍ ته ستانه شئ او خپل مقام درك كړى تاسې عادي خلك نه ياست, شهيد استاذ ياسررحمه الله په يوه خپره شوې تصويري مركه كې وايي چې مونږ ددوو جهادونو د ژونديو تجرباتو آرشيف او خزانې يو, كه په غربي نړۍ كې واى نو د ملكونو په سطحه به مثقفه خلك زمونږ څخه د مشورو اخيستو لپاره په نوبت كې دريدل او مشورې به يې رانه د ډيرو جګو فيسونو په مقابل كې ترلاسه كولې…., حقيقت همدادى چې د شهادت ورځپاڼې يو قدرمن ليكوال ددوو جهادونو د خوږو او ترخو تجربو ژوندى آرشيف دى, الله پاك ورته ډير سليس قلم او تعبير وركړى په مهمو ژبو برلاسى لري هغوى هره ورځ بايد د اسلامي امت او هيواد پر خلاف د دښمن له دسيسو څخه پردې پورته كولى د دښمنانو د ستراتجيك څړنيزو مراكزو لكه رانډ كارپوريشن خطرناكې څيړنې يې لوستلى او له هغې څخه يې هيواد وال او اسلامي امت خبرولى, صرف د هيواد په سطحه نه بلكې په نړيواله سطحه يې بايد مسلمانانو خصوصا مجاهدينو ته د هرې مهمې قضيې په اړه لارښونې كولى د اصلاح, تحمل او اتحاد درسونه يې بايد وركولى, نن په اسلامي نړۍ كې مسلمانان خپل مسؤليت متوجه شوي ټول مسلمانان د واحد امت او خلافت د بيا را ژوندي كولو په لټه كې دي مجاهدين په مختلفو جهادي محاذونو باندې د مخ تږ په حال كې دي هر هغه عالم,ليكوال او جهادي قائد چې د اخوت اصلاح اتحاد او اسلامي خلافت د قيام توصيې كوي هغه د اسلامي امت خصوصا ځوانانو او مثقفو خلكو ترمنځ ډير محبوبيت پيدا كوي د بيلګې په ډول دكتور قنيبي يو اردنى طبي ډاكټر دى او د هيڅ سياسي تنظيم سره رسمي تړاو هم نه لري خو د مجاهدينو سره بې كچې مينه لري خپله دعوتي پاڼه لري دهغه دا پاڼه هره ورځ په اسلامي امت كې په لكونو خلك ګوري وړوكى بيان يې چې خپور شي په ډير لنډ وخت كې يې كتونكي له لكونو څخه تر ميليون ورسيږي, دا له دې كبله چې دهغه اكثره ليكنې او ويناوې اسلامي امت خصوصا مجاهدينو ته په بې طرفه نيكو لارښونو مبني وي, دا پدې دلالت كوي چې اسلامي امت نور د اتحاد اتفاق, يو واحد اسلامي خلافت قائمولو ته ليواله دي او پدې اړه چې څوك هم لنډه ليكنه او بيان هم وركوي ډير زيات مينه وال پيدا كوي, خصوصا د افغانستان د مجاهدينو لخوا پيغام ته د اسلامي امت ځوانان د يو خاص تقدس په سترګه ګوري, نو د قدرمن ليكوال خطاب بايد له تنګو دائرو څخه وسيعو دائرو ته متوجه شي. څومره به ښه وي چې قدرمن ليكوال خپل جهادي هيبت وساتي او په ځاى ددې چې تنكيو ځوانانو ته د مقالاتو او فيسبوكي آزادو تعليقاتو ځواب ووايي او كله كله بيا بعضې تنكي ځوانان چې ددوى د اولاد په ځاى دي په خطر تهديد كړي, ددې پر ځاى د دنيا د لويو طواغيتو اشغالګرو صليبي طراحانو او د هغوى د ګوډاګيانو مطبوعاتي بيانونه تعقيب كړي او بيا يې په خپل سليس قلم او تعبير غاښ ماتونكي ځوابونه وركړي او كه ضرورت شي نو تهديدات د ګواښونه د هم ورته كوي چې په رد او تهديد به يې مونږ ځوانانو افتخار كوو او پدې سره به د نړۍ او هيواد ډيرو طواغيتو ته د خپلو قوي ليكنو او تهديداتو په نتيجه كې د حد سرې كرښې وكاږي او د هغوى له شر څخه به اسلامي امت او هيواد وژغوري.

د صميم كټوازي صاحب درنو مشورو ته د عمل جامې ور اغوستو په موخه زه يوه مشوره لرم او هغه دا چې هر مرض, بدي او كمزوي يو سبب لري تر څو چې هغه سبب لري نشي علاج فايده نه لري, زما په نظر د نن ټكي آسيا د ليكوالانو او د شهادت ورځپاڼې د ليكوال ترمنځ دا شديد ردود يو واضحه او روښانه سبب لري او هغه دا چې ” هر فعل رد فعل لري ” تر څو چې دو جانبه قدرمن ليكوالان استفزازي او راپارونكې ليكنې بندې نكړي نو دا سوړ جنګ به دوام مومي انسي او جني شيطانان به خوښ, دښمن به بي غمه او قدرمن ليكوالان به د امت له اصلي خدمت څخه مصروف وي, دا به هم له انصاف څخه لرې خبره وي چې يوازې كشرانو ته ووې يل شي خير فلان ليكوال مشر دى هغه چې هرڅه وايي تاسې حوصله وكړى, ځكه دا خبره له فطرت څخه لرې ده رسول الله صلى الله عليه وسلم چې كله د غضب او غوسې څخه منعه كول كوي نو ترڅنګ ورسره د غوسه كيدو پر مهال د غوسې د كمولو او لرې كولو لارښونې هم كوي مثلا دا چې كه ناست وى جګ شئ او كه ولاړ وى روان شئ اودس وكړئ او دوه ركعته لمونځ وكړى دا پدې مانا چې دا غوسه او غضب د انسان په فطرت كې ده كلي خلاصون ترې ناشونى دى او بله داچې د ليكوالانو ليكنې ذاتي او شخصي قضايا نه څيړي چې كشر ته پكې ووې يل شي چې د مشر مراعات وكړه او ته څه مه وايه, بلكې ليكنې د ليكوال د عقيدوي فكري فقهي او سياسي ارزښتونو او قناعتونو سره تړلې وي چې دفاع ترې هر كشر او مشر خپله ديني او شرعي وظيفه ګڼي.

پورته حقائقو ته په كتو سره د نن ټكي آسيا قدرمنو مسؤلينو ته زما عاجزانه مشوره داده چې د شهادت ورځپاڼې ليكوال او مسؤلينو ته په پوره اخلاص او عاجزى سره د هغوى پر آدرس زمونږ ټولو لوستونكو او ليكوالانو په نمايندګۍ ليك واستوئ او دا غوښتنه ترې وكړئ, چې له دې وروسته د اسلامي امارت پر خلاف منفي تبليغات متوقف كړئ, خپل سياسي طرحې او قناعتونه هيواد والو ته پداسې تعبير او انداز وړاندې كوى چې خپل سياسي مخالفين يا ستاسې د طرحې مخالفينو ته پكې سپكاوى, نه وي شوى پر هغوى تور او تهمت نه وي لږول شوى او هغوى دښمن, استخباراتي كړيو او پرديو ايجنډا ګانو ته پكې نه وي منسوب شوي او بله دا چې ستاسې د سياسو طرحو او يا سياسي تحليلونو او فقهي څيړنو باندې كه كوم ليكوال د اسلامي اخلاقو ادب او افغاني نزاكتونو په چوكاټ كې تبصره كول وغواړي او يا هم ورسره خپل مخالفت ښكاره كړي او يا هم رد پرې وليكي چې دا د هر مسلمان مسلم حق دى نو بيا كه د هغه ليكوال ځواب وې يل غواړى نو هغه هم په بيان شوې طريقه سره وركړئ نه دا چې د هغه شخصيت جرحه او هغه د ښمن, اغيارو, پردو او جهل او حماقت ته منسوب كړي, كه چيرته د د شهادت ورځپاڼې مسؤلين او ليكوالان پدې طرحه موافقه وكړي نو بيا د دواړه اړخونه په آينده كې د استفزازي او پارونكو ليكنو د مخنيوي لپاره شروط او سپارښتنې وضعه كړي چې د شوې موافقې پوره التزام او احترام پكې خوندي شوى وي او دواړه اړخونه د متفقه شروط او طرحه په خپلو پاڼو خپره كړي او د خورا زيات تأكيد او حرص په موخه د دواړه اړخونه خپلو دائمي ليكوالانو ته د د هغوى په شخصي آدرسونو ليكونه واستوي او د متفقه طرحې او نوو شروطو څخه د هغوى خبر كړي او په كلكه د له هغوى څخه ددې طرحې او نوو شروطو د احترام او التزام غوښتنه وكړي او د مخالفت په صورت كې د د ليكنې د سانسور او يا هم نه خپريږېدو خبردارى وركړي, او بيا ددې مباركې طرحې او اقدام زيرۍ دواړه اړخونه ټولو لوستونكو ته د خپلو پاڼو پر مخ وركړي او له ټولو ته د خبر وركړي چې لدې وروسته د ټول ليكوالان او تعليق ليكونكي د د بيان شوو شروطو احترام او التزام وكړي.

ليكونكى : محمود افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x