نړۍ

شیخ سدیس: امریکا او سعودي د نړیوال امن او سولې مشري کوي / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶): د حرمینو شریفینو د چارو عمومي رئیس او د کعبې شریفي امام شیخ عبدالرحمن السدیس چې دا مهال په امریکا کې دی، ویلي چې امریکا او سعودي د نړۍ هغه دوه موثر قطبه دي چې په ګډه نړۍ او بشریت د امن، سولې او سوکالۍ په لوري سوق کوي.

نوموړی په نیویارک کې د «رابطه العالم الاسلامی» په نوښت د اسلامي نړۍ او امریکا تر منځ د اړیکو د پراختیا په یوه کانفرانس کې د ګډون لپاره تللی دی او هلته یې دا څرګندونې کړي دي.

شیخ سدیس له رسنیو سره په خپلو خبرو کې امریکا دوست هیواد بللی او زیاته کړې يې ده چې له الله تعالی څخه شکر ادا کوي چې د ډونلډټرمپ او پاچا سلمان په مشرۍ دواړه هیوادونه په ګډه د نړۍ د سولې، هوساینې او سوکالۍ لپاره کار کوي.

نوموړي له الله تعالی څخه سوال کړی چې د ډونلډ ټرمپ او پاچا سلمان په هلوځلو کې برکت واچوي او په چارو کې ثبات او استقامت ورپه برخه کړي.

د کعبې شریفې د امام شیخ سدیس څرګندونې د خواله رسنیو فعالانو تر سختو نیوکو لاندې راغلي او د امریکا په اړه یې د هغه له ستاینو ډک دریځ په کلکه غندلی.

یو سعودي لیکوال او څیړونکي دکتور عبدالله الشمري، چې دا مهال په لندن کې اوسیږي، په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي:

«سدیس وايي چې امریکا نړۍ د سولې پر لور رهبري کوي، هو لکه په افغانستان او عراق کې چې يې خلک ووژل، کورونه یې ونړول او د خلکو عزتونه یې تر پښو لاندې کړل».

د ناصر القحطاني په نامه یو بل سعودي فعال د تعجب او حیرانتیا په توګه لیکلي:

«سدیس امریکا ته په لویۍ، عظمت او افتخار قایل دی او امریکا د نړۍ او بشریت لپاره د امن زیری بولي او له الله تعالی څخه شکر ادا کوي چې په بندګانو يې د امریکا نعمت لورولی!!».

کویټي عالم او دعوتګر شیخ ابو الحسن العرجاني د سدیس څرګندونو ته په اشارې هغه نبوي حدیث ذکر کړی چې «یو بنده به په لا پروایۍ یوه خبره کوي خو د الله تعالی په نزد به دومره لویه ګناه وي چې له امله به یې څلویښت کاله په جهنم کې وي».

د کعبې شریفې امام شیخ سدیس، چې شاهي کورنۍ ته له نږدۍ ملایانو څخه ګڼل کیږی، دا څرګندونې څو ورځې وروسته تر هغه کوي چې سعودي حکومت د مشهور دیني عالم سلمان العوده په شمول ګڼ دیني عالمان ونیول او زندانونو ته یې واچول.

شیخ سدیس په داسي حال کې سعودي او امریکا د نړیوال امنیت اغیزمن جهتونه بولي چې هیواد یې پر ګاونډي اسلامي هیواد یمن یرغل کړی او پر بل اسلامي هیواد قطر یې اقتصادي بندیزونه لګولي او په ورته وخت کې يې د امریکا په مشري په ریاض کې د تروریزم سره د جګړې په نامه مرکز پرانیستلی چې د اسلامي ګوندونو پر ضد په اسلامي نړۍ کې کار کوي او د هغوی د تمویل مخه نیسي. له بلې خوا د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راتګ وروسته نه یوازې په امریکا کې د مسلمانانو ژوند تریخ شوی بلکې د امریکا څخه دباندي يې هم خپلو ځواکونو ته پر مسلمانانو د بمباریو د زیاتیدو او د جګړو توندولو بشپړ صلاحیت ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

داخو هغه د شلغمکو نس بړسي ملایان دي چې هم یې دین خراب که او هم دنیا ! دا ټول منا فقان اصلا داسلام دوښمنان دي او د پيسو لپاره هر کار کوي چې ډیر غوره مسالونه یې په افغانستان کې لیدل کیږي!!

محمد

شیخ سدیس د بیری څخه داسی بیان ورکوی او که داسی نه وی بیا نو دده وجدان هم ډیر زیاد ککړ دی – ځکه دا خو هر مسلمان په دی پوهیږی چې امریکا او ملګری یی (خذلهم الله تعالی)د اسلام په خلاف ټولی دسیسی په کار اچوی نو یو مسلمان به څرنګه د دوی کړني سمی وبولی – اللهم دمر اعداء الاسلام والمسلمین

نا پيژاند

انا لله وانا الیه راجعون
پاسباں مل گئے کعبے کو صنم خانے سے ,

موحد

دا #### د اسلامي نړۍ په مشکلاتو څه خبر دی چي د امریکا له لاسه پر اسلامي امت څه تیریږي ، دی خو خپل عیشونه کوي افسوس دی دده پر حال دی هم د حرمینو رئیس دی.

سيد مصطفي

واقعً دير د افسوس او عبرتناك خبر دي يو كس چي الله تعالي دمره نازولي چي د خپل كور امامت يي په نصيب كري د الله سبحانه تعالي دشمنان خپل دوست بولي او د نري د امنيت ضامن استغفرالله العظيم

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x