افغانستان

د مارشال فهيم زوی حامد کرزي ته سخت اخطار ورکړی

نن ټکی آسیا: ليکوال او ژورناليست رزاق مامون په خپل ويبلاک کې ليکلي چې، د فهيم د مرګ په ورځ له غرمې وروسته چې، ولسمشر کرزی د فهيم کور ته ورغی، نو د مارشال فهيم يو زوی عقيل فهيم ورته سختې سپکې سپورې و ويلې او اخطار يې ورکړ چې، د خپل پلار کسات به ترې اخلي. 

عقيل فهيم دا خبرې په داسې وخت کې کولې چې، د خاور تلويزون کامره مين هم ولاړ وه او ډاکتر عبدالله د فهيم زوی له لاسه راونيوه، تر څو د رسنيو له رسوايي ځان وژغوري.

مامون زياتوي چې، د جمعيت اسلامي په ځينې غونډو کې هم دغسې ګونګوسې دي چې، مارشال فهيم په غير طبعي مرګ  مړ شوی دی، ولې د شمال ټلوالې مشرانو ويلي چې، په دې اړه به د فهيم له جنازې او فاتحې وروسته بحث وکړي.

مامون وايي چې، عقيل فهيم د تېرې پنجشنې په ورځ د ولسمشر په هغه ميلمستيا کې هم له خپل پلار سره وه چې، د خپلې نوې زيږدلې لور “مروا بهار”د خوښۍ له امله کړې وه.

رزاق مامون د عقيل فهيم له قوله وايي چې، له ميلمستيا وروسته يې پلار له څو کسانو سره سخته لفظي شخړه وکړه.

عقيل وايي چې، دی د يو شمېر کسانو په اړه ډېر زيات ګومان لري چې، کيدای شي د ده د پلار د مرګ لامل وي.

رزاق مامون وايي چې، د ولسمشر د دفتر مشر کريم خرم چې، د فهيم ګاونډي وه، د فهيم له مرګه وروسته په پټه له دغې سيمې کډه کړې چې، هيڅوک ترې نه دي خبر شوي.

ويل کيږي چې، د کريم خرم کور د ماشال فهيم کور ته بيخي مخامخ وه او د کډې کولو پر مهال ترې هیڅوک هم نه دي خبر شوي.

رزاق مامون د ځانګړو سرچينو له قوله وايي چې، د کريم خرم کډه کول د عقيل فهيم شکونو ته نور قوت هم ورکوي چې، ده ولې په داسې حساسو شيبو کې له دې ځايه کډه بار کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x