افغانستان

فاریاب: لس دولتي عسکر د طالبانو ملګري شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶): دفاریاب ولایت په قیصار او پښتونکوټ ولسوالیو کې د طالبانو سره لس تنه دولتي عسکر یو ځای شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا د طالبانو سره په یو ځای شویو عسکرو کې څلور تنه پولیس او شپږ تنه محلي پولیس «اربکیان» دي.

د قیصار ولسوال رحمت الله قیصاري د امنیه قومندانۍ د څلورو عسکرو بیلتون منلی دی او ویلي دي چې هغوی تېره ورځ ماځیګر د «بوره غن» په سیمه کې د خپلو وسلو سره د طالبانو سره یو ځای شول.

بل پلو د پښتونکوټ ولسوالۍ سرپرست عبدالرحیم اوزبک اوغلي هم ویلي چې د یوه قومندان په شمول شپږ تنه اربکیان طالبانو ته اوښتي دي.

یوه بل چارواکي ویلي چې د محب الله په نامه د اربکیانو قومندان د خپلو پنځو ملګرو او اته میله وسلو سره د طالبانو سره یو ځای شو.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د طالبانو له لوري د «تحت زغن» سیمه ونیول شوه چې ګمان کیږي، اربکیانو هم له همدې امله خپل د ملګرتیا اړخ بدل کړی او د نویو واکمنو سره یو ځای شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x