افغانستان

پکتیکا: د ریزرف کنډک مسؤولین او سرتیرو د دندو پرېښودو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶): په دې وروستیو کې طالبانو د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ تر یوې میاشتې کلابندۍ او جګړو وروسته ونیوله او اوس هم باندي واکمن دي.

د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ د ریزرف کنډک افسرانو او عسکرو ویلي چې یاده ولسوالي بېله مقاومته طالبانو ته پرېښودل شوې او د یاد کنډک څخه د ګومل ولسوالۍ د مرکز ژغورنې په موخه تللی قومندان سمونوال غیور اندرابي په مرموز ډول وژل شوی دی چې دوی یې د وژنې په اړه تحقیقات غواړي.

د کنډک مسؤولینو ویلي چې د کورنیو چارو وزارت دي ددوی د کنډک لپاره نوی مسؤول وټاکي، د ګومل ولسوالۍ سقوط او د قومندان غیور اندرابي وژنه دي په یوه با صلاحیته پلاوي وڅیړي، کنه دوی به ټوله په یوه سلا خپلې دندې پریږدي او کورونو ته به ولاړ شي.

بلخوا د پکتیکا سرپرست امنیه قومندان دادالله خان هوتک د ریزرف کنډک افسران او سرتیرو خبرې بېځایه بللي دي او هغوی یې په قومیت او سمت پاللو تورن کړي دي.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندي طالبانو د ګومل ولسوالۍ د فتحې ویډیو خپره کړه چې په کښي د طالبانو له لوري د پکتیکا ولایت مسؤولینو هم خبرې کړي او د ګومل ولسوالۍ فتحه یې خپله لویه لاسته راوړنه بللې ده. په ویډیو کې د ګومل ولسوالۍ ودانۍ هم ښودل شوي او همداسي ددغه ولسوالۍ په جګړو کې نیول شوې وسلې هم نندارې ته وړاندي شوي دي.

امنیتي سرچینو د قومندان غیور اندرابي په شمول د ګومل په جګړو کې د لسګونو دولتي عسکرو وژنه تایید کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x