دټرمپ پالیسي او زموږ ځلانده تاریخ

لیکنه:… محمود افغان

نړيوالي او محلي رسنیو، او درسنیو پیروانو، هغهو مرتزقه غلامانو، چې خپل منصب او روزي تر غربیانو پوري تړلې بولي، په داسي اندازه دټرمپ پاليسي ته تبلیغات وکړل، چې ګواکي نور نو خبره حل ده، هیڅ هم ندي پاته، ډیری مجاهد راغلل په قندهار کې له حکومت سره یو ځای سول، او ځینو مشیرانو يې په نورو ملکو کې دپناه غوښتنه وکړه، پر پاکستان دامریکا او نړې ډیر پشار وارد دی، نړیوالو هم یاده پالیسي په پټو ستګو ومنله، او داسي نور هغه له حقیقت نه ليري خبري يې نشر کړي، چې یوم ماشوم هم ورباندي پوهیږي، له حقیقت سره هیڅ اړخ هم نه لګوي.

خو دوی ته لکه چې یاد ندي، چې پالیسئ او جنرالان په کراتو مراتو ددې لپاره بدل سول چې دجنګ انډول برابر کړي، خو هغه له وسه وتلي خبره وه.

وروسته د پیټریاس دفارمولې سره سم داربکیانو ناکامه پروسه پر کار واچوله سوه، چې اوس يې له بدنامي او ناکامي نه خپله حکومت هم سر په درد دی.

اوس بیا داسي خبري کیږي، چې نوی محلي پوځ به جوړیږي، وطن به ارامیږي، چې په حقیقت کې به یا هغه زاړه اربکیانو ته نوې درېشئ ور واچوي، او یا به زما په ګومان تفرقې اچولو ته تږي حزبیانو باندي دا تشه ډکه کړي.

البته ګمان کوم، چې دوی زموږ له سپېڅلي او ځلاند تاریخ یا بلکل نا خبر دي، او یا يې هم قصدا صرف نظر ګرزولی دی، تاریخ ګواه دی، چې په ډیره اندازه کم او دوسایلو په لحاظ ډیر کمزوري مسلمانانو پر وتليو او غښتلیو دشمنانو یوازي به دې بری موندلی دی، چې دوی پر الله دا ایمان درلود، چې مرګ او ژوند ټول دهغه په ارادې پوري تړلی دی، دکامیابي او نا کامي پر تقدیر هم باور کونکي ول.

په یولسم هجري او (632م) کال ددسمبر په میاشت کې دیمامه هغه مشهوره معرکه ترسره سوه، چې اوس هم دتاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو سره ليکلي ده، په دغه جنګ کې دمسلمانانو امیر دوخت زمری خالد بن ولید رضي الله عنه و، دمسلمانانو شمیر 13,000 او دمسیلمة دجنګیالیو تعداد 40,000 نفره ول، په دغه جنګ دولسوه مسلمانان شهیدان، او په مقابل کې 12 زره مرتدین قتل سول، یوازي دحدیقة الموت په نامه په باغچه کې دمسیلمه په شمول 7000 زره مرتدین قتل سول، او کامیابي الله دمسلمانانو په برخه کړه.

په پنځلسم دهجري کال درجب په پنځمه او 636 میلادي کال داګست په 20 دیرموک هغه غزا تر سره سوه، چې تاریخ پوهان ورته دتاریخ بدلونکې غزا نوم ورکړی دی، په دغه غزا کې دمسلمانانو سر لښکر بیا هم خالد بن ولید و، او ټول مجاهدین یې 36 زره نفره ول، خو بالمقابل ددوی دشمن رومیان دوه لکه او څلویښت زره جنګیالي ول، دې انډول ته په کتو سره دمسلمانانو دا وړوکي ډله نه متزلزله سوه، او نه يې دجنګ میدان پرېښود، بلکي دشپږ شپو له مسلسل سخت جنګ وروسته الله دمسلمانانو نصر وکړ، او پر دشمن يې غالب کړل، دمسلمانانو 4,000  شهیدان وسول او درومیانو 70,000  نفره قتل سول.

دبدر غزا، دخندق غزا، دخیبر غزا او تر هغه وروسته همیشه کفارو دمسلمان په خلاف صف بندي کړي ده، خو حقیقې مسلمانان هیڅکله هم وارختا سوي ندي.

واقعي مسلمانان چې کله دکفارو ګډوله صف بندي وويني، نو وام او فرار پر ځای داسي وايې: هذا ما وعدنا الله.

نه داسي چې دحالاتو سره سم اوړي را اوړي، کله دمجاهدینو په صف کې ډير په شد او مد سره کار کوي، او کله يې په مخالفت کې ودريږي، او کله بیا له موقع نه په استفادي دمجاهدینو په خلاف دشمن ته مشورې ورکوي.

واقع ایمانداره همیشه په دې باور لري، چې وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ، نه ورباندي دټرمپ پالیسي اثر کوي، او دجنرالانو بدلون رابدلون.

قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلَّا إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ ۖ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَنْ يُصِيبَكُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِنْ عِنْدِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا ۖ فَتَرَبَّصُوا إِنَّا مَعَكُمْ مُتَرَبِّصُونَ

ورته ووايه، تاسې موږ ته انتظار نه کوئ، مګر یو له ددوه ښو حالاتو(یا فتح او یا شهادت)، او موږ هم تاسو ته ددوه مصیبتونو انتظار کوو، یا به الله له خپل نزده تاسې ته عذاب در رسوي، او یا به تاسې ته زموږ په لاسونو عذاب در کوي، نو انتظار کوئ، موږ هم له تاسو سره انتظار کوونکي یو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

محترم محمود صاحب السلام علیکم
زه هم داسی فکر کوم چی شاید پدی نوی پروژه او پلان کښی امریکا له بعضو تنظیمی متعصبو حزبی لنډه غرو چی د ګلببو په شاوخوا را جمع دی استفاده وکړی. ځکه دې ګوډاګی اداری او امریکایانو د همدی مقصد لپاره را دعوت کړ او سوله یی ورسره وکړه او اوس داسی بیدریغه مصرفونه لکه له روسانو سره چی د جګړی په وخت کښی یې په کول په کوی، په هر صورت نور الله تعالی ښه پوهیږی او وخت به یی که الله غوښتل ثابته کړی چی څه کیږی. والسلام

سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

ورنو غني گنجي گرم ندي اصل كي د غني گنجي روحاني پلار ترمپ د نري يو لوي لنده غر او بدمعاش صفت انسان په شكل حيوان دي نن كه تاسي دهغه بيانيه په ملگروملتونه جلسه كي ليدلي واي تاسو ته به معلوم شوي واي چي ترمپ په هيچ شي ندي بند نو غني گنجي هم خوشحال دي چي داسي يو بدمعاش سره يارانه لري اگرچه به په اصل كي غلام دي نو د بدمعاش لاپي چي ويني دوي هم ژر احساساتي گيژي چي حاله نه پريژدم نو د وقت به ان شاء الله ثابت وي چي حالات په كم خوا… نور لوستل »