افغانستان

الجزیره: شل زرو ملکیانو ته وسلې ورکول.. حل دی که ستونزه؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶): د الجزیره تلویزون پر خپله وېب پاڼه په یوه راپور کې پوښتنه کړې چې په افغانستان کې د شلو زرو ملکیانو مسلح کول حل دی او که ستونزه ده.

د سرچینې د راپور سره سم امریکا او د افغانستان حکومت غواړي چې شل زره ملکیانو ته وسلې ورکړي تر څو د طالبانو سره باندي جګړې وکړي او د هغو سیمو څخه دفاع وکړي چې دولتي ځواکونه یې د امریکايي ځواکونو، کمانډو او الوتکو په زور د طالبانو څخه نیسي.

راپور کاږي چې د ۲۰ زرو ملکیانو د مسلح کولو پروژه په داسي وخت کې تر څېړنې لاندي نیول کیږي چې د امریکا د مرستو د څار اداره «سیګار» وايي د افغانستان حکومت یوازي پر ۶۰ سلنه ځمکه واک لري او نورې ټولې سیمې يې له واکه وتلي دي.

د بشري حقونو نړیواله ادارې یوې څیړونکې «پاتریس ګوسمان» ویلي چې د غیر قانوني وسلوالو زیاتېدل به د ملکیانو د ژوند او حقوقو په مخ کې ډیر ستر او جدي ګواښ وي.

د بشري حقونو نړیواله اداره چې مرکز یې په نیویارک کې دی، زیاته کړې چې غربي دیپلوماټانو ورته تایید کړې چې امریکا او افغان حکومت د هندي ملیشو تقلید کول غواړي او په ورته توګه په افغانستان کې د شلو زرو وسلوالو ملکیانو ملیشه جوړول غواړي.

امریکايي او افغان چارواکو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دغه ځواک به د ملي اردو تر قوماندې لاندي وی او تر محلي پولیسو «اربکیانو» به په ښه توګه روزل شوي وي.

باید وویل شي چې د نړیوالو بشري سازمانونو له لوري تل اربکیان په بشري جنایتونو تورن شوي دي او په افغانستان کې هم د عام ولس په منځ کې ښه نوم نه لري.

د راپور سره سم د دفاع وزارت یوې سرچینې د خپل نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي چې اوس مهال مونږ د طالبانو څخه د سیمو نیولو لپاره د کمانډو ځواکونو او بمباریو څخه کار اخلو، خو کله چې کمانډو له سیمې څخه ووځي، طالبان هغه سیمې بیرته ونیسي، نوی ځواک به د ملي اردو تر چتر لاندي د همدې سیمو څخه انتخابیږي او هغوی ته به وسلې ورکول کیږي، چې شمېر به یې ۲۰ زرو ته ورسیږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري منلې چې پر ورته یوې پروژې باندي بحث روان دی او زیاته کړې چې په اطرافي سیمو کې به ملکیانو ته وسلې ورکول کیږي تر څو د خپلو سیمو څخه دفاع وکړي ځکه چې دوی تر بل هر چا په ښه توګه دغه کار کولای شي.

په کابل کې د ناټو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې په دې اړه تر اوسه بحث روان دی او یوه بل امریکايي چارواکي ویلي چې تر اوسه دا پروژه تصویب شوې نه ده، بلکې دا موضوع د بحث په مرحله کې ده.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم ورته خبر ورکړی وو او ویلي وه چې امریکايي او افغاني چارواکي هند ته تللي وه تر څو هلته د هندي ځواکونو تر قوماندې لاندي د ولسي ملیشو ننداره وکړي او د هغوی اغیزمنتیا ځانته معلومه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې اداره کولو په موخه نوې ستراتیژې اعلان کړه چې له مخې به یې په افغانستان کې بمبارۍ زیاتیږي او په غیر اعلان شوې شمېر به امریکايي ځواکونه را لیږل کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close