افغانستان

ننګرهار: د نا امنۍ له امله ډاکټرانو کاربنديز اعلان کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶): په ختيځ ولايت ننګرهار کې ډاکټرانو او د د درملتونونو مسوولينو په دغه ولايت کې د وروستيو نا امنيو له امله کار بنديز اعلان کړی دی.

روغتياپالانو ګواښ کړی دی چې تر هغې به کاربنديز ته دوام ورکړي تر څو په دغه ولايت کې د خلکو او په ځانګړې توګه د روغتيا پالانو امنيت نه وي خوندي شوی.

ننګرهار چې د خپلو ناروغانو سربيره په کې د کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو ناروغان هم د تداوۍ له پاره ور وړل کيږي، د روغتياپالانو دغه اعتصاب ناروغان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

ډاکتران او درمل پلورونکي وايي، هره ورځ د وسله والو او غلو له لوري ګواښل کېږي، د کورنۍ غړي يې اختطاف کېږي او ان د کورونو او کتنځايونو مخې ته يې بمونه اېښودل کېږي؛ خو امنيتي ځواکونه يې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.

روغتيا پالان وايي چې د وسله والو او غلو له لوري هره ورځ ګواښل کيږي او د کورنۍ غړي يې اختطاف کيږي او د کلينيکونو مخې يې بمونه ايښودل کيږي خو امنيتي ځواکونه يې په اړه هيڅ اقدام نه کوي.

ناروغانو په دولت غږ کړی دی چې د ناروغانو د ستونزو د حل له پاره دې دولت د روغتياپالانو امنيت او د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.

نن ورځ د ننګرهار په ښار کې ټول روغتونونه او درملتونونه تړل شوي دي او مسوولين يې د اعتصاب په توګه د ولايت مخې ته راټول شوي دي.

                                                                    د ننګرهار تړلي درملتونونه

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې سوداګرو د ناامنۍ په اړه له ګمرګ سره کاربنديز اعلان کړی او دولت يې
د امنيت په ساتلو کې پاتې بللی و.

د ننګرهار ولايت د ډاکټرانو دغه اعتصاب په داسې وخت کې رامنځته کيږي چې د ننګرهار امينه قومندان ته د ښه امنيت د ټينګښت په موخه ستاينليک هم ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x