نړۍ

د ترکیې حکومت په تعلیمي نصاب کې د جهاد بحث اضافه او د ډاروین نظریه حذف کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶) په ترکیه کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې شروع شو چې ددې هیواد د معارف وزارت د تعلیمي ادارو په ښوونیز نصاب کې ژور تغیرات راوستي دي.

د ترکیې حکومت د تیر کال له ناکامې کودتا وروسته اعلان کړی و چې د نورو حکومتي بنسټونو په شان به د معارف په ادارو کې هم تصفیه او په نصاف کې تغیرات راولي. د راپورونو له مخې د تیره یوه کال په جریان کې د ترکیې دمعارف له وزارت او اړونده ادارو څخه ۴۵ زره تنه دنامطلوبو کسانو په نوم منفک شوي تر څو د نوي نسبتا اسلامي نصاب پلي کیدو ته لاره هواره شي.

اوس چې د نوي تعلیمي کال په پیل سره په نصاب کې راغلي تغیرات ښکاره شوي یو عمده تغیر له نصاب څخه د ډاروین د ارتقاء د نظریې حذف دی چې له دې پخوا د د غربي تعلیمي سیستم په تقلید د ترکیې په ښوونیزو ادارو کې تدریسیده.

د ډاروین د تکامل نظریه یوه له پیژندل شویو الحادي نظریو څخه ده چې انسان د الهي تکوین او تخلیق په ځای د تکامل د پروسې معلول بولي.په غربي تعلیمي ادارو او یو شمیر اسلامي هیوادونو کې ددې نظریې تدریس او تبلیغ د ډیرو مسلمانانو د الحاد او کفر سبب ګرځیدلی، چې له دې جملې یو هم د کمونیستي رژیمونو تعلیمي نصاب و چې د همدې نظریې په اساس جوړ شوی و.

د ترکیې د ښوونې او روزنې وزیر عصمت ییلماز ویلي چې د امام خطیب په نوم د مدارسو د شبکې په نصاب کې یې د جهاد مبحث اضافه کړی دی تر څو ترکي زده کوونکي د جهاد واقعي مفهوم وپیژني او د هغو تبلیغاتو په وړاندې یې د معلوماتو سطحه لوړه شي چې همدا اوس د غربي تبلیغاتي ادارو لخوا د اسلام او جهاد په خلاف کیږي.

د ترکیې په تعلیمي نصاب کې دا بدلون چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي اصلاحاتو یوه نوې ټولګه ده په وړاندې یې د ترکیې د سیکولرانو غبرګون هم راپاریدلی. سیکولران استدلال کوي چې دغه اصطلاحات ثابتوي چې حاکم رژیم د ترکیې د حکومتدارۍ اساسي بنسټ( سیکولرزم) ته ژمنتیا نلري.

د ترکیې حاکمان په داسې حال کې د سیکولرزم ټغر ورټولوي چې په افغانستان کې یو شمیر کسان زموږ د اسلامي ټولنې د دردونو یوازینی علاج سیکولرزم بولي نو ځکه یې د تبلیغ او پیاده کولو لپاره هڅې کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په دی اړه به زه تر دی زیات معلومات د یوی لیکنی په ډول لیکم ،مګر د اوس د پاره به د تبصری په ډول هم لنډ معلومات د اردګان د اسلامی حکومت به نوم د اردګان د منافقت په اړه لنډ څه هم ولیکم : اردګان تر یوی نیمی لسیزی زیات حکومت کی د اسلام دباره ستر کار د هغه دمیرمنی د پوړنی په سرول او هغه هم په رسمی هغو غوندو کی چیری چه ویدیو ګانی ډکییږی ، به داسی حال کی چه خپله یی هماغه د صلیب ننیکتایی په غاړه او د اروبا د سیکولرو په شان… نور لوستل »

محمد حذیفه

محترم الحاج استاذ بیانزی صاحب السلام علیکم!
بالکل دهغسی ده، زه سله په سله درسره موافق یم. دا اردوګان دله کله کله صرف د قومیت په بنا د عثمانی خلافت لافی او باټی هم وهی اما په حقیقت کښی عثمانی خلافت دده له دې کړنو بری دی. ده یی دنوم په غلط کارولو آبرو او عزت له خاورو سره خاوری کړی. او حیثیت ته یی صدمه رسولی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x