افغانستان

کندز: دولتي عسکرو په خپل موټر ۸ ملکیان مړه او ۱۳ نور ټپيان کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶): نن د دوشنبې په ورځ د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو «همفي» ډوله موټر د ملکیانو د موټر سره وجنګېد چې له امله یې لږ تر لږه ۸ تنه مړه او ۱۳ تنه نور مرګوني ټپيان کړل.

پيښه د خان اباد ولسوالۍ په خواجه پشتي سیمه کې نن تر غرمې مخکې پر یولس بجې را منځته شوه، د خان اباد سرپرست ولسوال رسنیو ته د پيښې تصدیق کړی دی خو د تلفاتو د شمېر ور ښودلو څخه یې ډډه وکړه.

بلخوا دمحلي روغتون مسؤولې ډاکټر مرضیه سلام رسنیو ته ویلي چې د پيښې له ځایه دوی ته د ۸ تنو ملکیانو جسدونه رسیدلی او ۱۳ تنه نور په ټپي حالت کې ورته رسیدلي دي چې په هغو کې هم د یو شمېرو ژوند د خطر سره مخ دی.

د پيښې نور جزئیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي خو د کندز امنیه قومندان جنرال عبدالحامد حمیدي رسنیو ته ویلي چې دوی به په دې اړه تحقیقات وکړي.

باید وویل شي چې د بشري حقوقو نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې راپورونو ورکړي چې د دولتي ځواکونو او امریکایانو په بمباریو او شپنیو چاپو کې د ملکیانو تلفات زیات شوي دي.

تېره ورځ هم د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په بمبار کې د یوې کورنۍ درې تنه ووژل شوه او یوه مېرمن ټپي شوې وه او همداسي دیوه مسجد په ګډون ۲ کورونه ونړېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x