افغانستان

د طلوع تلویزون خبریال «شاپور بختیار» ټپي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶): د طلوع تلویزون د تودو خبرو پخوانی پروګرام چلونکی «شاپور بختیار» په اړه ویل کیږي چې په ننګرهار ولایت کې د نامعلومو وسلوالو له لوري ویشتل شوی او په ټپي حالت کې کابل ته رسیدلی دی.

د نوموړي په نامه فیسبوک پاڼه باندي هم ددې پيښې تایید شوی او ځینو نورو خبریالانو او متعلقینو یې پر فیسبوک لیکلي چې د شاپور بختیار روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی خو دا چې دا پېښه په دقیقه څرنګه او چیرته را منځته شوه، تر اوسه یې په اړه معلومات نشته.

یو شمېر خبریالانو د نوموړي په حواله ویلي چې په سرخرود کې ډزي پر شوي او په وینا یې بریدګر په لګزس موټر کې ناست وه.

تر اوسه د پيښې په اړه نور جزئیات نشته او نه هم رسما خپله شاپور بختیار ددې پيښي تایید او نفي کړې ده.

باید وویل شي چې د طلوع تلویزون د تودو خبرو پروګرام چلونکې شاپور بختیار څه موده تر مخه د طلوع تلویزون څخه وشړل شو او نوموړي هغه وخت ادعا وکړه چې د ارګ له لوري ورته د ویاندۍ وړاندیز شوی وو او همداسي د ملي امنیت له لوري دده پر پروګرام بندیزونه ددې لامل شول چې بالاخیره د طلوع تلویزون پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

پدی کار خو خوشحاله شوم چی ده د طلوع ناولی ټلویزیون سره یی کار پریښی الله دی ټولو پښتنو ته دا همت ورکړی چی دا فاسد او د شرو فساد ټلویزیون په خپلو کورونو کی د تل لپاره بند کړی ځکه دا مفسد ټلویزیون هم د پښتنو په ضد دی او هم د اسلام د شریعت په ضد دا یو ګوډاګی ټلویزیون دی چی مالی سرچینه امریکا ده او تل د شروفساد د ډلی په خدمت کی دی هیله کوم د ټولو پښتنو ورونونه چی دی ټلویزیون سره پریکون اعلان کړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x