نظــر

له مطمئن وروسته د شاپور بختیار د حذف دسیسه

امید خوګیاڼی

د ولسمشر حامد کرزي له تګ سره داسې معلومیږي چې د بیان ازادۍ هم کډه بار کړي وي. ځکه د اوسني دوه سري حکومت تر سیوري لاندې خو نه د نظر خاوندان محفوظ دي او نه هم هغه رسنیز فعالان او خبریالان چې یو څه دملي ګټو غم ورسره او د سولې ارمانجن وي.

نظر محمد مطمئن، شاپور بختیار، فیض ځلاند، اسد وحیدي او څو نور هغه فعال ځوانان دي چې دجنګ او جدل په دې ماحول کې د سولې تلاش کوي. د سولې په اړه په اساسي مسائلو بحثونه او لیکنې کوي. د جنګ او بحران په عواملو پسې څراغ ګرځوي او په خپل شخصي ابتکار او انفرادي هڅو یې د سولې لپاره تراوسه دومره فعالیت کړی چې ښايي د سولې شورا به په تیرو لسوکلونو کې هم نه وي کړی.

دوی د سولې کچکول کله د امریکا تر سفارت ځغلوي او کله په قطر کې د طالبانو تر دفتره، کله اشرف غني ته زارۍ کوي او کله له شمال ټلوالې دې جنګ ځپلي ملت ته سوله غواړي. دغه څو تنه په ولس مین ځوانان واقعا د سولې د بهیر فعالان او د اولس په درد دردمن کسان دي.

مګر د جان کیري لخوا کینول شوي ارګوال چې غواړي د امریکا د جنګ ستراتیژۍ ته زمینه برابره کړي او د اسیا په زړه کې د بریژینسکي د بحران اورنۍ حلقه همداسې د جګړو په اور کې ډوبه وساتي اوس یې بربنډه هڅه پیل کړي چې د سولې واقعي مبلغین یو یو له صحنې لرې او په بیلابیلو نومونو او توطیو یې حذف کړي.

څه موده وړاندې نظر محمد مطمئن د ارګ د نامعلومو ټوپکیانو لخوا ونیول شو چې تراوسه تر شکنجو لاندې په نامعلوم پټ زندان کې محبوس دی. اسد وحیدي، فیض محمد ځلاند او نورو د سولې ارمانجنو ته د ملي امنیت لخوا په نامعلومو شمیرو د مسیجونو لیږل او ټیلفونونه ددې هڅه وه تر څو ورته دوسیه جوړه کړي او د سولې غږ یې په ستوني کې زندۍ کړي.

دا دی نن خبر راغی چې د هیواد وتلی رسنیز فعال او د ټیلویزوني خپرونو چلوونکی شاپور بختیار چې په ملي مسائلو او د جنګ او سولې په موضوعاتو بحثونو یې د اولس د بیدارۍ او حقیقت موندنې په لاره کې ستر رول درلود او په همدې ګناه له طلوع نیوز څخه هم شړل شوی وو، همدا نن په ننګرهار کې د دولت د واکمنۍ په ساحه کې ورباندې برید شوی او ټپي شوی دی.

د شاپور بختیار یوازینۍ ګناه دا ده چې د جګړې په اړه بې تفاوته نه دی. هغه د سولې لپاره کمپاین کوي او په دې برخه کې د ارګ پڅه او مبهمه پالیسي د انتقاد وړ بولي. د شاپور یوازینۍ ګناه دا ده چې هغه د سولې په تلاش تر قطر پورې رسیدلی و او هلته یې طالب مشران سولې ته هڅولي وو.

دا چې اوس په دې فعال او په وطن مین ځوان باندې داسې ناترسه برید کیږي معلومیږي چې دلته د سولې د فعالینو د خاموشولو په مقصد پلان شوي عملیات روان دي. د سولې فعالین په منظم ډول حبس کیږي، ډارول کیږي او حتی د وژلو هڅه یې کیږي. زموږ جنګ ځپلی ملت باید داسې افغان دښمنه حرکاتو په مقابل کې پټه خوله پاته نه شي. بلکې د سولې دوستان او دښمنان تشخیص او په مقابل کې یې جدي اقدام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګیلانی

شا پور یوازی نه دی ګرده ملت ورسره دی وروره

الحاج استاذ بیانزی

وسله خپله څوک نه وژنی وسله او وسله چلوونکی یی وژنی کرزی ، ع او غ او د کابل غلامان د نړیوالو حریصو سریخورو وسله او وسیله ده د وزلو زده کړی پری کوی نښی پری صحیح کوی مونږ مطمن صاحب ته په وارو وویل چه له دغه غلامانو ځان او کورنی بچ کړه کومی خوا ته هچرت وکړه اول کی یی زړه نه کیدلو ویل زه یو سیاسی شنونکی یم د سولی د پاره می شعار پورته کړی دوی هم به شکاره سوله سوله یادوی او له بلی خوا د دموکراسی او بیان ازادی شعارونه زمزمه کوی ښه ده… نور لوستل »

ایمل درانی

مطمین .شاپور بختیار واقعاْ شه او په عقل سمبال خلک دی دغه فیض وحمد څلا ند چه په اصل که توره تیاره ده والله بیخی اپلتی وایی داسی یو بی عقله او بی منطقه درواغ به وایی فکر به کوی چه یو طفل دروغ وایی اولده نه ### بی همته پشتون په ڼول افغانستان کی به پیدا نشی باور په خدای وکی کله چه دی په یوی مید یا که خبری کوی داسی فکر کوی چه یو بیسواده دوستم خبری کوی درواغ به وایی تهمت به کوی په درواغ به یی له څانه داکتر معرفی کوی خو ړه اصل که… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x