راځئ چې د تعصب کرغیړن مرض وپیژنو او ځان ترې وساتو!

قاري حبیب

تعصب،عصبیة چې په قوم پرستي او نژاد پرستي یې هم تعبیرولی شو هغه مهلک مرض دی چې د اسلام پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم یې بدبویه پدیده بولي.

د مفسرینو او علماء کرامو په نظر د عصبیت لومړنی باني شیطان دی. شیطان د خپل عنصري تعصب په اساس ځان تر نورو مخلوقاتو اعلی باله، شیطان به ویل چې زه ادم علیه السلام ته سجده نه کوم ځکه زه له ده نه په اصل عنصر کې افضل یم، هغه دا چې زه له اور نه پیدا یم او ادم علیه السلام له خاورو جوړ شوی دی او اور په خاورو غوره دی.

په دې ډول شیطان د عنصري تعصب د بدمرغې پدیدې بسنټ کیښود هغه دا چې څوک د اصل او نسب، یا قوم او نژاد په اعتبار ځان تر نورو غوره بولي همدا تعصب او یو ستر ناروا عمل دی. ځکه د اسلام له نظره افضلیت په نسب،قوم، نژاد او وطن سره نه دی، بلکې په تقوی سره دی. الله تعالی فرمایي: ان اکرمکم عندالله اتقاکم. سورة الحجرات . بې شکه بهتر په تاسو کې د الله تعالی په نزد هغه دی چې په تاسو کې ډیر تقوا لرونکی وي.

د قوم، ژبې، نژاد او رنګ په اساس تعصب د قران کریم له نزول نه وړاندې په عربي قبائلو کې هم ډیر زیات و، دوی به د قبیلوي او قومي تعصب په اساس له یوه بل سره جګړې او دښمنۍ کولې، د خپل قوم مجرم او جنایت کار ته به یې د مجرم په نظر نه کتل بلکې د قومي خپلوي په اساس به له هر څه ورتیریدل.دوی به په یو بل باندې د قبیلوي تعصب په اساس ځانونه افضل بلل، د ځان د غوره بللو او فخر کولو لپاره به یې اشعار ویل او هرې مسئلې ته یې د قومي او نژادي تعصب له عینکو نظر کاوه.

خو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ مبعوث شو نو د کفر ، شرک او جهالت د نورو رواجونو په څیر یې عصبیت هم یوه جاهلي او ناروا پدیده وبلله او مسلمانان یې په کلکه ترې منع کړل. قران کریم په ښکاره مؤمنانو ته اعلان وکړ چې :  يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا  إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ  إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ. الحجرات۱۳

ژباړه: اې مؤمنان!  موږ –  تاسې ( ټول) له یوه نارینه او ښځې پیدا کړي یاست او د دې لپاره مو قومونه او قبیلې وګرځولئ چې سره وپیژنئ ( کنه) د الله تعالي په وړاندې ستاسو ډیر عزتمن هغه څوک دی چې ډیر تقوا لرونکی وي،  بې له شکه الله تعالی ښه پوه او باخبر دی.

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم اعلان وکړ چې :  و عَنْ أَبِي نَضْرَةَ قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ( يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى أَعْجَمِيٍّ وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ وَلَا لِأَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ إِلَّا بِالتَّقْوَى. رواه أحمد

ژباړه: امام أحمد له ابي نضره نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې خلکو! خبر اوسئ!  په یقین سره ستاسو رب یو دی او په یقین سره ستاسو پلار هم یو دی( یعني ټول د یوه پلار آدم علیه السلام زامن یاست) خبر اوسئ چې هیڅ عرب په عجم او نه عجم په عرب بهتري لري  اونه سور په تور او نه  تور په سور فضیلت لري مګر په تقوی سره (یعني د بهترۍ معیار قوم او رنګ نه دی بلکې تقوی ده).

د قران او نبي کریم صلی الله علیه وسلم دې زرینو هدایاتو ته د اسلام لومړنیو معتقدینو یا صحابه کرامو لبیک ووایه، هغوی د قومي،قبیلوي یا نژادي تعصب فکر له خپل زړه او دماغ نه په داسې ډول ویوست چې بیا ورته خپل او پردي یوازې د تقوی په اعتبار فرق درلود. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو په ټولنه کې تعصب ځای نه درلود، په هغه ټولنه کې ابوصهیب رومي، بلال حبشي، سلمان فارسي رضی الله عنهم او نور د بیلابیلو قومونو او نژادونو سره تړليو اصحابو د مدني او مکي صحابه کرامو سره د وروڼو په شان ژوند کاوه او هیڅ د پردیتوب احساس یې نه کاوه.

افغانستان چې یو اسلامي هیواد دی پخوا په کې د تعصب اثار او نښې نه وې، د افغانستان ټولو وروڼو قومونو د یو بل تر څنګ د اسلامي اخوت په فضاء کې ژوند کاوه.تاجک،پښتون،ازبک، عرب،بلوچ،ترکمن، هزاره او د هر قوم سره تړاو لرونکیو خلکو په ښارونو او اطرافو کې څنګ پر څنګ د امن، اخوت او صمیمیت نه ډک ژوند درلود. دوی له یو بل سره خپلوۍ ، دوستۍ او شراکتونه درلودل چې اوس هم د افغانستان هغه احساس په اکثرو سیمو کې پاته دی.

خو د تیرې پیړۍ په اوږدو کې چې اسلامي نړۍ د غربي استعمار په جال کې بنده وه د نشنلیزم او قوم ګرایي پدیده یو ځل بیا د غربیانو لخوا مسلمانانو ته تلقین او په مسلمانانو کې خپره شوه. غربیانو غوښتل د قوم پرستي او نژادپرستي په مطرح کولو سره داسلامي اخوت دیني رشته له منځه یوسي ،د مسلمانانو وحدت ختم کړي او په ډلو، قومونو او خیلونو یې وویشي.

د عصبیت د جاهلي تفکر د خپرولو لپاره په افغانستان کې هم ډیر کار وشو. د افغانستان د هر قوم هغه کمونیستان او لیبرالیستان چې په اسلامي هدایاتو یې باور نه درلود او د اسلامي اخوت په اهمیت نه پوهیدل دوی د پردیو په فرمایش کوښښ شروع کړ چې قومي او نژادي توپیرونه برجسته او تعصبي شعارونه راپورته کړي تر څو دا واحد ملت په بیلابیلو ملیتونه تقسیم کړي.

د اسلامي اخوت د له منځه وړلو او قومي نزاع د خپرولو لپاره ډیر کار هغه وخت وشو کله چې د کمونیستي نظام له سقوط وروسته یو شمیر د جهاد ناخلفه مدعیانو د قومي شعارونه په بنسټ کورنۍ جګړې پيل کړې،په دې مرحله کې تنظیمي جګړه ماران چې یوازې خپل د اقتدار او مادیاتو هوس ورسره و د سرباز ګیرۍ او ملاتړ پیدا کولو لپاره یې قومي شعارونه پورته کړل، چا ځان د پښتنو د حقوقو مدافع باله، څوک د ازبکو یا تاجکو د اقتدار لپاره جنګیدل او چا د هزار قوم لپاره حق غوښتل د خپلې جګړې اساسي علت ونوماوو.

په دې خطرناکه مرحله کې که څه هم جګړه مارانو قومي شعارونه پورته کړي وو خو دا جګړې په هیڅ صورت قومي جګړې نه وې، د افغانستان وروڼو قومونو د پخوا په څیر د یوه بل تر څنګ د ورورۍ ژوند کاوه او یوازې د دوی له نوم نه په استفاده جګړه ماران سره جنګیدل.

د طالبانو د اسلامي تحریک په قیام او بیا د اسلامي امارت په تحکیم سره د دغو قومي جګړه مارانو ټغر په بشپړ ډول ټول شو.هغوی له هیواد څخه وشړل شول هیواد له تجزیې وژغورل شو او د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ یو ځل بیا د اخوت فضا رامنځته شوه.

په اوس وخت کې چې زموږ هیواد یو ځل بیا د کافرو یرغلګرو تر اشغال لاندی دی، اشغالګر او په خاص ډول د هغو مزدوران او رسنۍ کوښښ کوي چې زموږ د متحد او یوموټي اولس تر منځ د قومي، سمتي او لساني تعصباتو موضوع مطرح کړي. دهمدې لپاره دوی بیلابیل رسنیز چینلونه جوړ کړي، بیلابیل ګوندونه، ډلې او اجیر مشران یې په کار اچولي هغوی چې همیشه قومي شعارونه بدرګه کوي او د شخصي منافعو لپاره د قوم او نژاد له نوم څخه بده استفاده کوي.

د تأسف وړ خبره داده چې زموږ ځوان نسل په خاص ډول هغه چې په اجتماعي رسنیو لکه فیسبوک وغیره کې فعال دي ددې جاهلانه شعارونه تر اغیز لاندې راځي او په ناخوداګاه ډول د هغه جاهلانه رواج د پاللو په ګناه اخته کیږي چې اسلام یې مردود بولي او یوه له سترګو ګناهونه بلل کیږي.

په دې مرحله کې دا د هر مسلمان وظیفه ده چې لومړی خپل ځان، خپل کور، خپل ملګري او متعلقین د قومي او لساني تعصب له کرغیړن مرض څخه وساتي او وروسته په ټولنه کې هم ددې جاهلانه عادت په وړاندې مبارزه وکړي. خلک د تعصب له ګناه او اضرارو څخه آګاه کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا پیغام یو ځل بیا ور په یاد کړي چې خپل امت ته یې اعلان کړی و چې (وعَنْ جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ. رواه ابوداود.

ژباړه: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي،څوک چې عصبیت یا قومپالنې ته دعوت کوي یا تر همدې شعار لاندې جګړه کوي او یا په دې لار کې ووژل شي زموږ له ډلې (مؤمنانو) څخه نه دی.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    حبیب صاحب، ستاسی لیکنه ډیره ښکلی او په حقایقو ولاړه ده ، مګر د تعصب کلیمه د نشنلستی او قوم پرستی د پاره یا چه شیطان عصبانیت ( ستاسی په اصطلاح لویی ) وکړو . یو څه ناڅه ورته لغت دی مګر د یو بل څه نه زیږول شوی چه هغه د شیطان حرص وو د حرص له امله یی لویی وکړه . هغه حرص د زمکی د خلافت تر لاسه کولو د پاره یی تر نورو خپلی دوه وړتیاوی زیاتی ګڼلی . لمړی دا چه د ده فطرت له اوره او بل د ده علم وو ، اور هم نور او علم هم یو ډول نورانیت دی ، خلافت د الله ج تر مقام په زمکه کی دوهم ورته ( خداګونه ) مقام دی،
    ابلیس د هغه فطری حرص له امله چه یی درلود د خلافت لوړ مقام د خپلولو د پاره یی چه تر ادم ع ډيره وړتیا لری د اور او علم لرلو څخه به ګټه اخستنه هڅه لرله ،
    کله چه هغه ته د خلافت هغه لوړ مقام ( د هغه وړتیاوو سره سره چه هغه لرله ) ورنکړی شو ، هغه ته عصبانیت وزیږول شو او د الله ج له امره یی سرغړونه وکړه ، یعنی ادم ع یی تر ځان ښکته وګڼلو ( هغه له خاورو زیږول شوی او دهغه علم د ابلیس په فکر له ابلیس کم وو ) نو د تل د پاره د الله له رحمته بی برخی شو.
    عصبانیت : یوه افراطی کلیمه ده ، پلار د زامنو ، استاد د شاګردانو ، پاچا د رعیت او مامورینو ، حتی مساوی ملګری خپلو کی یا میړه دمیرمنی سره په ځینو په حقه او یا ناحقه عصبانیت ته رسیږی .
    قهر کول : جواز لری ، مګر کچه یی توپیر لری چه د کومی خبری د پاره څومره قهر کول جواز لری که پلار اولادو سره د نرمی سره سره مجوزه قهر ( قار ) ته مجبوریږی مګر دغه قهر پاید په هغه کچه وی چه اولادونه یی ښی لیاری ته سم شی نه دا چه اولادو ته هم دننه کموالی ښکاره او د پلار او مور سره یی کرکه وزیږول شی او مینه یی کمه شی او یا له هماغه ښو کړنو ناخوشه شی یعنی دغه کار به د ګټی په ځای تاوان کړی وی ، همدا د پلار او اولادو مثال د استاد شاګرد ، امیر او مامور ، میړه میرمن او حتی ورونو خویندو او دوستانو ، خپلوانو منخ کی هم وی .
    دغه چه تاسی قوم پرستی یاده کړی قوم پرستی شرک دی همدغه شرک له افراطه رامنځته شوی تر دی کچی خپل قوم یا خبل ټبر ته اهمیت ورکول یا مینه لرله چه تر نورو یی پورته وګڼی او چه څوک یی درسره نه منی عصبانیت درته زیږول کیږی .
    لندا دا چه د عصبانیت کچه مهمه ده ، که تر هغه معیاری خط ښکته یا برابر وی سمه او که تر هغه کچی پورته شی افراط او هر ډول نوری ستونزی زیږوی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.