د نن سرلیکنه

د کاناډايي ځواکونو د پوځي ماموریت په اړه څو پوښتنې- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: تیره ورځ په افغانستان کې کاناډايي ځواکونو خپل پوځي ماموریت پایته ورساوه.

په افغانستان کې دکاناډايي پوځیانو د ماموریت اصلي موخه د وسله والو طالبانو پرخلاف په هغو پوځي عملیاتو کې ګډون کول وه کوم چې د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د هغوی پرخلاف پیل شوي دي.

۲۵۰۰کانا ډايي پوځیانو په دغه ماموریت کې برخه اخیستې چې د هغوی له جملې نه په تیرو ۱۲ کلونو کې۱۵۸پوځیان وژل شوي او د کاناډايي vancouversun نومي ورځپاني د رپوټ په حواله تر ۱۲۰۰ډیر کسان يي ژوبل شوي دي .

رویټر خبري آژانس د کاناډا په پارلمان کې د پوځي چارو د کمیټي د مشر Kevin Page له قوله وايي چې کاناډا هیواد په افغانستان کې د خپلو پوځیانو په ماموریت ۱۸ ملیارده امریکايي ډالره لګولي دي او دا مبلغ تر هغې اټکل شوې اندازې دری چنده لوړ دی کوم چې کاناډايي دولت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو دپوځي لګښتونو لپاره ټاکلی وه.

کاناډا يي ځواکونو هغه مهال د افغانستان په کندهار ولایت کې خپل پوځي ماموریت پیل کړ چې دبهرنیو ځواکونو پرخلاف مقاومت تازه را ټوکیدلی اود کندهار له مرکز نه ډیر لیري په کلیوالو ساحو کې په ډیرلیږ شمیر مخالفین فعال ول.

خود وخت په تیریدو او د کاناډايي ځواکونو په راډیریدو سره تدریجا د مقاومت ساحه د ښار څنډوته را اوږده چې له کبله یې دښار په منځ کې دبهرنيو او دولتي ځواکونو ژوند له ګواښ سره مخ شو.

. په ۲۰۱۰ کال کې د کاناډایانو ترڅنګ په کندهار ولایت کې تازه نفسه امریکايي پوځیان هم ځای پر ځای شول خو د دې باوجود یې په سیمه کې د طالبانو د پوځي عملیاتو په مخنیوي کې هیڅ ونکړای شول .

بلکې د دې برخلاف په کال ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ کې طالبانو وکړای شول چې د کندهار له ترټولو خوندي مرکزي محبس څخه دوه ځله ۱۵۴۱ تنه سیاسي بندیان خلاص او بیايي په خوندي شکل تر خپلو مرکزونو پوري ورسوي .

دوه ځله د کندهار د سر پوزې له محبس څخه د طالبانو د عملیاتو په ترځ کې د دغومره لوی شمیر طالب بندیانو خلاصول او بیا خوندي سیموته رسول د افغانستان دروان ۱۳ کلن مقاومت په جریان کې تر ټولو نادره پيښه وه چې د زرګونو کاناډايي، امریکايي او دولتي ځواکونو په موجودیت کې تر سره شوه .

پرون چې په رسمي ډول کاناډايي ځواکونو خپل ماموریت په افغانستان کې پایته ورساوه د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ په دې اړه خپره کړې اعلامیې کې په افغانستان په تېره بیا په کندهار کې د امنیت په راوستلو کې د هغوی د رول ستاینه وکړه .

سړی نه پوهیږي چې د هغوی د رول اغیزمنتوب په څه کې وه ؟

ایا هغوی د کندهار په امنیتي وضعیت کې کوم رول لوبولی ؟

اوکه یې د کندهاریانو په اقتصادي حالت کې کوم مثبت بدلون راوستی؟

په افغانستان کې دکاناډایانو تیر ۱۲کلن ماموریت د۱۵۸ کاناډایانو په وژل کیدو ،۱۲۰۰ زخمي کیدو او۱۸ ملیارده ډالرو په مصرفولو سره په داسې حال کې پایته ورسیدو چې په دغه ولایت کې یې هیڅ دپام وړ امنیتي او اقتصادي بدلون نه دی راوستی .

یواځې هغه چې له دغو ځواکونو څخه په میراث پاتې دی هغه د ښایسته کندهار د انګورو او انارو د سرسبزه باغونو ورانول او د هغوی په منځ کې د پوځي مرکزونو جوړول دی چې سیمه ییزو اوسیدونکوته یې په ملینونو ډالرو تاوانونه ور واړول .

داهغه حقیقت دی چې هیڅ څوک تري انکار نشي کولای خو بهرنیان بیا همدغه ورانی دخپل پوځي ماموریت اغیزمن رول بولي او نورهم غواړي د امنیتي تړون له لاري هغه د څوکلونو لپاره وغزوي…

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x