اقتصاد

له مشتریانو سره د غوره اړیکو لپاره څلور سپارښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل   

د یوه بازار موندونکي او د هغه چا په توګه، چې خپل ډېری وخت له مشتریانو او مصرکوونکو سره د اړیکو له پاره مصرفوي، باید دې ته ډېر لېوال واوسئ، چې له خلکو سره اړیکه ټینګه کړئ او له هغوی سره خبرې وکړئ. د خپلو اړیکو د پراختیا یا د اوسنیو اړیکو د ښه والي له پاره، له لاندې څلور سپارښتنو څخه ګټه واخلئ:

۱ ـــ له سکوت څخه د خپلې ګټې له پاره استفاده مه کوئ

کله چې بحث ډېر وړاندې تللی دی، نو د بحث په دوام باندې له ټینګار څخه ډډه وکړئ، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې تاسو پوښتنه مطرح کړې ده. کله چې ستاسو مقابل لوری د ځواب ورکولو له پاره تر فشار لاندې دی او ګورئ، چې نه پوهېږي، څه ځواب درکړي، نو سکوت وکړئ. کله چې له هغه څخه مو ځواب واورېده، نو په اړه یې نور بحث مه کوئ.

۲ ـــ نورو ته اجازه ورکړئ، ترڅو خپله مینه تاسو ته څرګنده کړي

تل ټینګار مه کوئ، چې له نورو څخه په خپله ګټه استفاده وکړئ او تل مه غواړئ، چې د مرسته کوونکي په بڼه را څرګند شئ. د خلکو مینه او مهرباني ومنئ او د مینې له کبله یې له هغوی څخه مننه وکړئ، په دې کار سره به ستاسو او د مقابل لوري ترمنځ یو دوه اړخیز اعتماد را منځته شي.

۳ ـــ خپل لاسونه پرانیستي وساتئ

کله چې د خبرو کولو په حال کې یاستئ، نو خپل لاسونه پرانیستي وساتئ، ترڅو د لاس ورغوی مو ښکاره شي، د دې کار په ترسره کولو سره، تاسو نورو ته د ښه راغلاست پیغام استوئ، دا کړنه په ځانګړې توګه هغه وخت سمه ده، چې تاسو یوه ځای یا یوې خونې ته  خلکو ته د لارښوونې په حال کې یاستئ. تمرین وکړئ، ترڅو د خبرو کولو پرمهال، اشارې او حرکتونه مو په خلاص لاس ترسره شي ( د دې پرځای، چې د اشارې په ګوتې سره کار وکړئ ). وې ازمویئ او وګورئ، چې مخاطب به مو په خلاصه ټنډه ستاسو د خبرو هرکلی کوي.

۴ ـــ د رښتینې او بې ځانښودنې لېوالتیا څرګندونه:

خلک له هغو کسانو سره ډېره زیاته مینه لري، کوم چې خپلې لېوالتیاوې او احساسات له نورو سره شریکوي. که چېرې تاسو په رښتینې او سپېڅلې توګه د هغوی له نظرونو او وړاندیزونو څخه هیجاني شوي یاستئ، نو ډاډه شئ، چې دا احساس هغوی ته ور لېږدوئ.

پورته یاد شوي ټکي وازمایئ او وګورئ، چې څنګه په چټکۍ او آسانۍ له خلکو سره اړیکه ټینګوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x