ارګ: ثواب الدین مخکښ له خپلې دندې مستعفي شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶): د ولسمشر دفتر تایید کړې چې ډاکټر ثواب الدین له خپلې دندې استعفاء ورکړې ده.

نوموړی د ولسمشر په دفتر کې د څارنې، ارزونې او پلټنې ریاست معاون وو، او د ولسمشر د دفتر عمومي مرستیال مشر فریدون الهام رسنیو ته د نوموړي د استعفا خبر ورکړی دی.

فریدون الهام بي بي سي فارسي ته ویلي چې مخکښ دوه ورځې تر مخه وروسته تر هغه له دندې ګوښه شو کله چې د نوموړي یو سند رسنیو ته لاره وموندله په کوم کې چې مخکښ د یو شمېر نورو کسانو په ګډون په ارګ کې د قومیت پر اساس د دندو ویشلو او کسانو ګمارلو لپاره پلان جوړ کړی وو.

نوموړي زیاته کړې چې په سند کې راغلي هر څه د مخکښ شخصي نظر دی، د ولسمشر د مقام د چارو په اداره کې د نورو کارکوونکو نظر نه څرګندوي.

مخکښ په غلطۍ سره یو سند چې ګمان کیږي د ولسمشر د مقام د چارو په اداره کې به محدودو کسانو ته لیږل کیده، د ټیلیګرام په یوه عام ګروپ کې شریک کړی او وروسته یې که څه هم معذرت غوښتی چې دا لیک یې دلته نه شریکوی، خو بیا هم هغه سند رسنیو ته لاره موندلې او په پراخه کچه یې غبرګونونه را پارولي دي.

ډاکټر ثواب الدین مخکښ چې ولسمشر اشرف غني ته ډېر نیژدې کس بلل کیږي، په قومیت پاللو تورنېدل یې د اشرف غني د ټیم لپاره لوی شرم بلل کیږي ځکه چې سیاسي مخالفین یې تل پر نوموړي د قومیت پاللو تور پوري کوي او د سیاسي مخالفینو لکه جنرال دوستم، عطا نور، محقق، احمد ضیاء مسعود او شمالي ټلوالي نورو مخکښو مشرانو هغه ادعاوو ته جواز ورکوي چې د اشرف غني چار چاپيره را ټول خلک یې په قومیت او سمت پالنې تورن کړي وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د