آیا د اشرف غني نوي اربکیان به اولس ومني؟

خالد رعد

خبر دی وايي د کابل ادارې دفاع وزارت پرېکړه کړې چې د پوځي جنرالانو تر امر لاندې داسې سيمه ييز پوځي ګروپونه تشکيل کړي، چې د دوی د دښمن له لاسه وتلې او تر خپلې ولکې لاندې سيمې وساتي، په خبر کې دا هم ويل شوي چې د دې نوي پوځي ځواک طراح خپله اشرف غني دی.

د دې خبر په اوريدو سره د سړي ذهن ته ډيرې نورې خبرې راځي. ايا دا ځواک به رښتيا هم د دې وړ وي چې تر واک لاندې سيمې وساتلی شي؟ ايا کابل اداره به د دې پوځ د تمويل او تجهيز تر څنګ د دوی په کړنو هم واک او کنترول ولري؟ دا ځواک به يو ځل بيا د اربکيانو په څير خپل سري ونه کړي او تر نوي عنوان لاندې به په نوې بڼه جنايات ترسره نه کړي؟ او ايا ولس به په خپلو سيمو کې د دغسې اربکيزم ته ورته پديدې شتون ومني؟. او داسې نور سوالونه راپيدا کيږي.

د اربکيانو ترتيب او لاس نيوي هم د کابل حکومت او هم يې د بادارانو (امريکا) حيثيت ته لوی زيان ورساوه، دوی دغه پديده په همدې موخه تشکيل کړې وه لکه څنګه کې د راتلونکې لپاره د نوي سيمه ييز ځواک له جوړښت نه توقع لري، مګر په هغه اندازه د توقع بالعکس پېښه يې وليده چې دوی يې د اوريدو اشتها نه درلوده. نه يې ورته تر لاس لاندې سيمې وساتلی شوې او نه يې له لاسه وتلې سيمې بيرته د ځان کړې، له دې علاوه يې دغه پديده دومره له واک او اختياره بهر شوه چې په ډيرو سيمو کې يې آن د دفاع وزارت اړوند ځواکونه تر تيغ تير کړل.

اربکيانو له ولس سره هم داسې چلند وکړ چې د امريکايانو او د دوی د لاسپوڅو د لويې بدنامۍ سبب شو. په ډيرو سيمو کې يې کليوال له کورونو وايستل او دوی پکې پوستې جوړې کړې، ويې وژل، ويې رټل، سپيک يې کړل او حتی مراکزو ته نژدې خلک يې په فصلو اوبو لګولو ته د نه پريښودو له امله له لوږې او تندې سره مخ کړل چې په نتيجه کې هغوی د ودانو کلاګانو او ابادو فصلونو پريښودو ته اړ شول.

اربکيانو په تعليمي ادارو کې پوستې ودانې کړې، د دې ادارو کتابونه او کتابچې يې د چای ګرمولو خاشاک کړل او حتی معلمان او شاګردان يې د ناوړه برخورد له امله له خپلو وظيفو او مسلکونو زړه توري کړل. همدا وړمه شپه د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ مرکز ته نژدې د مرکزي ليسې معلم (جان محمد) د اربکيانو لخوا په شهادت ورسيد. ولس دې ته ورته د نورو ډيرو نارواوو شاهد دی، دغسې کرغيړن اعمال د دې سبب شول چې هم يې په ټولنه کې اربکيان منفورې څېرې معرفي کړل او هم يې د امريکا او کابل ادارې رښتينې څيره خلکو ته وروپيژندله او دوی هم هغو اهداف ته ونه رسيدل د کومو لپاره يې چې دغه بدمرغه او بدنامه پديده تشکيل کړې وه.

کابل اداره فعلا په دې هڅه کې ده چې د اربکيانو نوم بدل کړي او خپل بايللی حيثيت بيرته خپل کړي، د نوي سيمه ييز ځواک له جوړولو يې لوی هدف همدا دی. دوی غواړې اربکيان يو ځل بيا تر نوي عنوان لاندې په ولس مسلط کړي؛ خو په يقين سره ويلای شو چې يوازې د عنوان بدلون د ښې پايلې ضامن نشي کيدای، تر دې نوم لاندې به هم يو وار بيا هماغه د تيرو کلونو وحشتونه تکراريږي او د اشرف غني اداره به هيڅکله هغه ثمره تر لاسه نه کړي چې توقع يې لري.

دوی نه پوهيږي چې ولس پوهيږي، ولس ويښ دی او اوس په خپلو سيمو دومره واک او ځواک لري چې د اربکيزم بدنامه پديده تر بدل نامه لاندې په خپل کور او کلي ونه مني. کابل اداره بايد وپوهيږي چې د نوي سيمه ييز پوځ جوړولو هڅه يې بې ځایه او له هره اړخ د هيڅ مفيدې پايلې سبب نشي جوړېدای.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. محترم لیکوال صاحب السلام علیکم
    محترمه ترڅو چی د مسلمانانو دا بی اتفاقی وی چی له یو بل سره د کومک په ځای یی له یو بل سره د کفر په نفع دښمنی ته ملا تړلی وی. نو دا امریکایی وحشیان به هم زمونږ په هیواد کښې او هم په نورو اسلامی هیوادونو کښی خپلو دې وژونکو پرژو ته په مختلفو نومونو او ډولونو مستقیما یا له خپلی خوا او یاهم د خپلو ګوډاګیانو له خوا خپلی ناروا نفعی او اهدافو ته د رسیدو لپاره ادامه ورکوی او دولس مخالفت او نه مخالفت به په دهغو خونخوارو او وینه زبیښونکو کوم تاثیر ونه کړی . زما په نظر ترڅو چی د امریکا اقتصاد لکه د شوروی اتحاد په شان ښه قوی ضربه ونه خوری امریکایان په بل قسم ددی جنګ او وژونکو پروژو پریښودونکی نه دی، او د امریکا اقتصاد هغه وخت ضربه خوړلی شی چی خارج له امریکا نه ددوی داقتصاد عایداتی منبع له مینځه یووړل شی کوم چی په اوس وخت کښی په اسلامی نړی کښی د خلیج عربی هیوادونه دی چی امریکا ته د لوښنکی غوا او قوی اقتصادی منبع حیثیت لری. هرکله که په امریکایانو دا منبع قطع کیدله نو ته به وګوری چی امریکایان به لکه د شوروی اتحاد په شان پخپله شکست خوری او امریکایان بیا دونی زړه ور هم نه دی لکه روسان داسی منډی به وکړی چی شاته به بیا را ګوری هم نه د تیښتی لاره به ځینی ورکه وی. هغه وخت به نو بیا واقعا هم د واقعی اسلامی نظام تطبیق ته په ټوله اسلامی نړی زمینه مساعدیږی . له دې ماسوا که په اوسنیو شرایطو کښی امریکا له افغانستان ووځی هم پداسی حال کښی چی هغه اقتصادی منبع یی نه وی قطع شوی. نو دلته په افغانستان کښی به واقعی اسلامی نظام تطبیق ته پرینږدی. مختلفی دسیسی او توطیی به په لاره واچوی ترڅو اسلام او مسلمانان بدنام کړی او د واقعی اسلامی نظام د تطبیق مخه به نیسی او ددوی د وتلو فایده به صرف دونی وی چی ددوی د پوچو افکار او بی دینی د خپریدو مخه به تر ډیره ونیول شی. لکه د روسانو له وتلو نه وروسته چی په افغانستان کښی د کمونیستی نظریی د خپریدو مخه ونیول شوه. البته دا زما خپل عاجز نظر ده نور نو الله پخپلو کارونو ښه پوهیږی چی څه به کیږی. والسلام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.