british troops

امریکا: افغانستان ته درې زره اضافي عسکر لیږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس ویلي چې امریکا به د اوس لپاره افغانستان ته درې زره اضافي عسکر ولیږي تر څو د طالبانو پر ضد وجنګیږي.

نوموړي دغه خبرې تېره ورځ د امریکا په دفاع وزارت «پنټاګان» کې خبریالانو ته کړي دي.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ددې تر مخه د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال د اضافي ځواکونو شمېره نه وه په ډاګه کړې، ګمان کېده چې د اضافي ځواکونو شمېر به ۳۹۰۰ وي، خو د مټیس وروستي اعلان څخه داسي ښکاري چې د عسکرو شمېر نور هم راکم شوی دی.

که څه هم ټرمپ خپله نوې ستراتیژې اعلان کړې خو بیا هم ویل کیږي چې ددغه ستراتیژۍ ټول اړخونه تر اوسه په سمه توګه نه دي سنجول شي او لا غور باندي روان دی چې څه باید وشي.

د یادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندي امریکا د ناټو هیوادونو څخه د اضافي ځواکونو او د افغانستان په جګړه کې د زیاتې برخې اخیستلو غوښتنه وکړه چې یاد سازمان د یوې میاشتې موده وغوښتله تر څو تصمیم ونیسي. د ناټو غړیو هیوادونو درې میاشتې تر مخه هم یوه میاشت غوښتې وه او ویلي وه چې په دغه موده کې به د اضافي ځواکونو شمېر او مصارف په ډاګه کړي خو درې میاشتي وروسته یې یو ځل بیا د امریکا څخه یوه میاشت بله وغوښتله. د کتونکو په باور د ناټو غړي هیوادونه د افغانستان په جګړه کې نوره دلچسپي نه لري، خو امریکا ته هم په زغرده منفي ځواب نشي ورکولای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د