افغانستان

هرات ښار کې د اربکيانو يو مشهور قومندان وژل شوی

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو په ليږل شوي ايميل کې څرګنده کړې، چې، د دوی ملګرو د هرات ولايت مرکز کې د اربکيانو يو مشهور قومندان شادي خان په يو غلچکي بريد کې وژلی دی. 

احمدي زياتوي چې، پرون چهار شنبه ماسپښين څلور بجې د پخوانۍ ۱۷مې فرقې په سيمه کې دغه پيښه شوې ده.
سرچينې وايي چې، وژل شوی شادي شاخان د اوبۍ ولسوالۍ تر ټولو مشهور اربکی قومندان او په سيمه کې يې د يو شمېر پوستو مشري هم پر غاړه وه.

ويل کيږي چې، وسلوال بريدګر له سيمه روغ رمټ وتلي دي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x