افغانستان

کندهار: د ماین په چاودنه کې ۶ ملکیان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶): د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې پر یوه ملکي موټر چاودنه شوې چې له امله یې د چارواکو په وینا شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د رسنیز دفتر مشر فضل باري بریالي رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ ماځیګر شاوخوا څلور بجې د دامان ولسوالۍ په حاجي کلي کې پر یوه بار وړونکي موټر چاودنه وشوه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښتله.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو فضل باري و,یل چې دغه ماین د دولت وسلوالو مخالفینو تازه ځای پر ځای کړی وو چې ملکي وګړي يې ښکار شول.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د بمباریو، هاوانونو، ځمکني ماینونو او مخامخ جګړو کې د ملکي تلفاتو شمېر زیات شوی دی چې له امله یې د نړیوالو حقوقي ټولنو او ملکي سازمانونو اندېښنې را پارولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

اشرف غنی ته اولس مهم نه دی چه منی که نه یی منی ، چه امریکا منلی اشرف غنی به یی خامخا منی .
هو که ولس پاڅیږی او دمقاومت سره وسله راواخلی غنی له امریکا او امریکا له اشرف غنی د مخه کړی بیا نو د ولس منل او نه منل په ډاګه کیږی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x