نړۍ

د بشري حقوق اداره: په برما کې ۲۱۴ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶): د بشري حقوقو نړیوالې ادارې د یوه راپور او په سپوږمکۍ اخیستل شوي انځورونو د نشر تر څنګ ویلي چې د میانمار په مسلمان میشتې «راکین ایالت» کې ۲۱۴ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

دغې ادارې وویل: د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې باید د نړۍ مشران د میانمار د پوځ قومي او مذهبي وژنه وغندي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید پر دغه هیواد د نورو بندیزونو تر څنګ د وسلو بندیز هم ولګوي.

د بشري حقوقو نړیواله اداره چې مرکز یې په نیویارک کې دی، پر خپله وېب پاڼه په سپوږمکۍ (سیټلایټ) اخیستل شوي انځورونه هم خپاره کړي چې په وینا یې جوتوي چې یاد ۲۱۴ کلي تر نوي سلنه زیات تخریب شوي او له امله یې ۴۰۰،۰۰۰ څلور سوه زره د روهنګیا مسلمانان ګاونډي هیواد بنګلدیش ته کډوال شوي دي.

او زیاتوي چې نوي انځورونه یې د سپتمبر پر ۱۶مه نېټه هغه وخت واخیستل کله چې له دغو ایالت څخه موسمي وریځي لیري شوې او د میانمار د پوځ او بودايي ملیشو له لوري کړی وحشت را څرګند شو.

د بشري حقوقو د څار نړیوالې ادارې وویل: « دغه انځورونه د میانمار د پوځ پر ضد ښکاره ثبوت دی چې دوی هڅه کوي تر څو د روهنګیا مسلمانانو کورونه ور تخریب کړي او د هغوی د بیا را ګرځېدو مخه ونیسي. د نړۍ مشران چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې را ټول شوي دي، دوی باید د میانمار پوځي مشرانو ته په ډاګه کړي چې د خپلو وحشتونو او ظلمونو قیمت به پرې کوي».

انځورونه د کليو تر ورانېدو مخکې او وروسته:

د yae twin kyun په نامه د مسلمانانو کلی د روان کال ۲۰۱۷ د مئي پر ۲۳مه نیټه
تر تخریب وروسته د کال ۲۰۱۷ د سپتمبر پر ۱۶مه نیټه

===

یو بل کلی د مئي میاشتې پر ۲۵مه نېټه
د سپتمبر پر ۱۶مه نېټه – په تخریب شوي حالت کې

تر تخریب مخکې د مئي ۲۳مه نېټه ۲۰۱۷
د تخریب وروسته د سپتمر ۱۶مه نیټه ۲۰۱۷
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکه چه هلته او دلته ، چیری چه یی ګټی وی ، مسلمان وزنو کی پراخه ونډه لری ، میانمار کی چه مسلمان وزنه او د حکومت به کچه عام وژنه او وحشت پیل شوی ، د میانمار مسلمانان ( ماشومان ، میرمنی ، سبین ږیری ) او حتی هغه ځوانان یی هم وسله نه لری ) بس د الله ج مهربانیو په هیله دی ملګری ملتونه او ایساف چه هر چیری امریکا یرغل کوی دوی ورسره څنګ په څنګ تیارسی ولاړ وی . په میانمار وینی او سړیخورو دی یرغل وکړی او د وحشی رژیم به ځای دی ښه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x