
ننګرهار: له هسکې مېنې د ټول ټاکنو پنځه کارکوونکي تښتول شوي
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې، پرون چهار شنبه ماسپښين د دغه ولايت د هسکې مېنې له ولسوالۍ څخه د ټاکنو د کميسون پنځه کارکوونکي د نا پيژاندو وسلوالو لخوا تښتول شوي او تر دې دمه يې هيڅ درک ندی لګيدلی.
د ننګرهار ولايت وياند احمد ضياء عبدالزي او په ننګرهار کې د ټاکنو د سيمييز دفتر مشر ډاکتر محمد اختر اجمل د پيښې پخلی کړی، ولې په دې اړه له نور څه ويلو ډډه وکړه. د پيښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.